د معمار پرس د خبر له مخې؛ د کډوالۍ نړیوال سازمان اعلان کړی چې په تیرو دریو میاشتو کې نږدې یو ملیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي. په دې شمېره کې ۹۸۳،۰۵۵ کډوال شامل دي چې په “اختياري” او “جبري” ډول خپل هیواد ته راستانه شوي دي. د کډوالۍ نړیوال سازمان په خپل درې میاشتني راپور کې یادونه کړې چې دا کډوال د اسلامقلعه، پل ابریشم، سپین بولدک، تورخم او څو نورو ځایونو په ګډون له مختلفو سرحدونو څخه راستانه شوي دي. د دې راپور له مخې، په دې موده کې شاوخوا ۷۴۰،۰۰۰ افغان اتباع هم له خپل هیواد څخه کډوال شوي دي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=118080
۱۰ ساعتونه پیش
شماره خبر 118080
منتشر شده در 12:13 ق.ظ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email