د طالبانو د تماس د کمیسیون اهدافو او کړنو ته یوه کتنه

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=105107
۱۱ میاشتی پیش
شماره خبر 105107
منتشر شده در 6:19 ب.ظ

د طالبانو د حکومت له افغان شخصیتونو سره د اړیکو کمیسیون، چې د طالبانو د تماس کمیسیون په نوم یادیږي، په دې وروستیو کې اعلان کړي دي چی د دغه کمیسیون د فعالیت له پیل راهیسې، له پخوانیو چارواکو څخه څه باندې یو زرو کسان هېواد ته راستانه شوي او د معافیت کارتونه یې ترلاسه کړي دي. د طالبانو د دغه کمیسیون ویاند مولوي احمدالله واثق پرون د طالبانو تر ادارې لاندې د افغانستان له ملي راډیو او ټلویزیون سره په خبرو کې وویل: “هر افغان چې افغانستان ته ستنېږي، کولای شي د نورو افغانانو په څېر په دې هېواد کې خوندي ژوند وکړي.” خو د دغه کمېسیون ویاند څرګنده کړه چې راستانه شوي کسان چې د تېر حکومت وزیران، مرستیالان، واليان، افسران او امنیه قوماندانان هم په کې شامل دي، د طالبانو په حکومت کې د دندو ژمنه نه ده شوې. پوښتنه دا ده، چې د تماس کمیسیون څه شی دی او کومې موخې تعقیبوي؟ یوازې څو میاشتې وروسته له دې چې طالبانو پر افغانستان واک تر لاسه کړ، د دې ډلې مشر حکومت د یوه سیاسي کمیسیون د جوړولو اعلان وکړ، چې له افغان شخصیتونو سره اړیکې ټینګې کړي او هغوی بیرته افغانستان ته وهڅوي. د دې کمیسیون مشري د شهاب الدین دلاور په غاړه وه چې د طالبانو یو له جګپوړو غړیو څخه و او د دې ډلې د کابینې اکثره وزیران هم په غړیو کې دي. دغه کمیسیون د خپل جوړیدو په لومړیو ورځو کې د پخواني حکومت له ټولو چارواکو او لوړ پوړو چارواکو وغوښتل چې افغانستان ته ستانه شي. اوس د دغه کمېسیون له جوړېدو شاوخوا دوه نیم کاله تېرېږي چې د دې کمېسیون د کړنو او موخو په اړه بېلابېل نظرونه راپورته کېږي. د طالبانو حکومت هېواد ته د پخوانيو چارواکو راستنېدو ته خوشبينه دی او وايي، چې د پخوانيو دولتي چارواکو او کارکوونکو د راستنېدو لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي. بل خوا د طالبانو یو شمېر سیاسي مخالفین د طالبانو له لوري د سیاسي څېرو د رابللو موخه د دغه کمېسیون جوړېدل تبلیغات ګڼي. د طالبانو منتقدین هم دا وايي چې د عفوې له اعلان سره سم د طالبانو په واکمنۍ کې د افغانستان د پخواني حکومت یو شمېر چارواکي او کارکوونکي شکنجه شوي، نیول شوي او یا وژل شوي دي. بل خوا د طالبانو د تماس د کمیسیون په همغږي افغانستان ته راستانه شوي یو شمېر پخوانیو چارواکو رسنیو ته ویلي چې له دوی سره د طالبانو ځینې ژمنې نه دي پوره شوي. په همدې حال کې ځینې راپورونه دا هم په ډاګه کوي چې یو شمېر پخواني چارواکي چې افغانستان ته راستانه شوي د ځینو ستونزو له امله بیا نږدې او لرې هېوادونو ته کډوال شوي دي. د محدودیتونو شتون او د هیواد د سیاسي راتلونکي په اړه اندیښنې د تیر حکومت د چارواکو او کارکوونکو د مهاجرت یو له اصلي عواملو څخه ګڼل کیږي. که څه هم د طالبانو حکومت چارواکو، سیاستوالو او پخوانیو کارکوونکو ته د مصونیت او امنیت ژمنه کړې، خو دا باید په پام کې ونیول شي چې معافیت یوازې د ځان مصونیت او خوندیتوب پورې محدود نه دی. د نن ورځې په ژوند کې امنیت شاید د خوراکي خوندیتوب څخه تر ذهني امنیت پورې لومړني برخې شاملې دي، چې د هر یو نشتوالی د یو شخص په ژوند اغیزه کوي. دا چې له افغان شخصیتونو سره د طالبانو د تماس کمیسیون به له دې وروسته د خپلو اهدافو او پلانونو په تحقق کې څومره بریالی وي، د وخت په تېرېدو به یې ځواب روښانه شي.

بیشتر بخوانید:  د بیان ازادي؛ د طالبانو د انتقادونو او کلتوري محدودیتونو جرم
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
حمایت حامد کرزی از به‌رسمیت‌شناختن کشور فلسطین
حامد کرزی د فلسطین د دولت د په رسمیت پیژندلو ملاتړ وکړ
نشست امنیتی اسلام‌آباد؛ تقویت همکاری‌های امنیتی و مبارزه با هراس‌افکنی
د اسلام آباد امنیتي غونډه؛ د امنیتي همکارۍ پیاوړتیا او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې
ایالات متحده عضویت خود در یونسکو را لغو کرد
امریکا له یونسکو څخه ووتله
د-افغان-ښځو-اسلامي-وقار،-د-وچو-او-سطحي-مذهبي-نظریاتو-هاخوا
د افغان ښځو اسلامي وقار، د وچو او سطحي مذهبي نظریاتو هاخوا
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالیسۍ مشره: د اروپايي ټولنې امنیت د خبرو اترو وړ نه دی
۲ اونۍ پیش
مسئول سیاست خارجی اتحادیه اروپا: امنیت اروپا قابل مذاکره نیست
ملګري ملتونه په افغانستان کې د بشري اړتیاوو د زیاتوالي په اړه خبرداری ورکوي
۲ اونۍ پیش
هشدار یک نهاد بین‌المللی درباره وخامت بحران انسانی در افغانستان
خلیلزاد: د طالبانو د مخالفینو غونډه به ډیر ژر په پاکستان کې ترسره شي
۲ اونۍ پیش
خلیل‌زاد: نشست مخالفان طالبان به‌زودی در پاکستان برگزار می‌شود
بایرن میونخ د جرمني سوپر کپ په ګټلو سره فصل د ټرافي سره پیل کړ
۲ اونۍ پیش
بایرن مونیخ با قهرمانی در سوپرجام آلمان فصل را با جام آغاز کرد
د هرات د برېښنا شبکې د پیاوړتیا لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو قراردادونو لاسلیک
۲ اونۍ پیش
د محقق له خوا د خلیلزاد سختې نیوکې: ولې تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ او ښځو ته نه؟
۲ اونۍ پیش
انتقاد تند محقق از خلیلزاد: چرا طالبان را مجاز می‌دانی و زنان را نه؟
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( یکشنبه د 1404 کال د اسد 26)
۲ اونۍ پیش
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو په وړاندې د جرمني پر پالیسیو سخته نیوکه وکړه
۲ اونۍ پیش
گزارش و مصاحبه
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۱ میاشت پیش
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۱ میاشت پیش
6:45 ب.ظ
ناگفته‌هایی از علامه سید اسماعیل بلخی
علامه بلخی یکی از برجسته‌ترین چهره‌های مبارزه با استبداد در افغانستان بود. سیّد اسماعیل بلخی در قریهٔ سرپل واقع در ولسوالی بلخاب، ولایت سرپل زاده شد. برخی ولادت وی را در سال ۱۲۹۵، و برخی ۱۲۹۹ (خورشیدی)، گفته‌اند و ۲۴ تیر ۱۳۴۷ ه.ش به شهادت رسید.
۱ میاشت پیش
6:33 ب.ظ
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
سید جعفر سید آبادی، رئیس اداره اتباع و مهاجرین خارجی خراسان رضوی، در مصاحبه‌ای اختصاصی با خبرگزاری معمار درباره وضعیت مهاجرین و از تلاش‌ها برای خروج عزتمندانه مهاجران و تسهیل ساماندهی آن‌ها سخن گفت.
۱ میاشت پیش
3:15 ب.ظ
هشدار از خاموشی تدریجی رسانه‌ها در افغانستان + ویدیو
وجدانی با اشاره به سرکوب سیستماتیک رسانه‌ها از سوی حکومت طالبان، هشدار داد که افغانستان به‌سوی خاموشی کامل صداهای مستقل پیش می‌رود.
۱ میاشت پیش
8:38 ب.ظ
حکم تاریخی دادگاه لاهه علیه طالبان | عدالت یا بحران جدید؟
بررسی حکم اخیر دادگاه بین‌المللی کیفری (لاهه) درباره صدور حکم بازداشت برای چند تن از رهبران طالبان از جمله هبت‌الله آخندزاده
۱ میاشت پیش
8:42 ب.ظ