د طوفان الاقصی کلیزه؛ او اشغالګرانو ډوبیدل د تباهۍ په دلدل کې

لینک کوتاه: https://memar.press/?p=103760
۱۰ میاشتی پیش
شماره خبر 103760
منتشر شده در 6:50 ب.ظ

یو کال مخکې د فلسطین د مقاومت جنګیالیو په نیواک شویو سیمو کښې داسې عملیات ترسره کړل چې صهیونیسټ رژیم یې تصور هم نه شواي کولای. داسې عمل چې د دښمن ټولې د مخنیوي او بې شکه امنیت ادعاوې یې شنډې کړې. د حماس مجاهدین د حیرانتیا اقداماتو له اصولو څخه په استفادې سره وتوانیدل چې صهیونیسټي غاصبانو ته مرګوني ګوزارونه ورکړي او خپله نه ماتېدونکی ثابت کړي. صهیونیسټانو چې ځانونه په سیمه کې تر ټولو غوره ځواک ګڼل، د غزې په شان له یوې وړې جغرافیې څخه دا ډول ماتې نشواي زغملای، نو د دغې امنیتي او سیاسي تشې د ترمیمولو لپاره یې د وژنو، نسل وژنې او د بنسټونو په ویجاړولو لاس پورې کړ. صهیونیسټي نیواک په تیر یو کال کښې ترټولو ستر جنګي جنایتونه ترسره کړل چې په نتیجه کښې یې څه دپاسه ۴۲ زره تنه شهیدان او په زرګونو نور ژوبل شول. اسراییل یو جعلي هیواد دی چې یو تروریستي دولت دی چې بنسټ یې پر غصب ولاړ دی او د دې ناروا وجود د ساتلو لپاره یې په وژنو او بمباریو سره خپلې ټولې هڅې کوي. د طوفان الاقصی عملیات د خپلواکۍ د غوښتلو په لاره کښې یو بشپړ حسابی اقدام وو ځکه صهیونیسټی دښمن د غزې خلکو محاصره کړی او د دغې سیمې په اوسیدونکو باندې د ظلم او فشار لړۍ ورځ په ورځ سختوی. فلسطيني جنګياليو په دغه ډول عملياتو سره نيواکګرو ته مرګوني ګوزارونه وکړل چې د صهيونيسټانو دروغجن تسلط يې له منځه يووړ. اسراییلو ادعا وکړه چې د دوی د مخنیوي، امنیت او اطلاعاتو جوړښت په لوړه کچه او له کومې ستونزې پرته دی او دا چې ځواکمن هیوادونه د دوی د مقابلې توان نه لري، خو طوفان الاقصی په څرګنده ثابته کړه چې دصهیونیسټ دښمن ټولې ادعاګانې تبلیغاتي او د ماتې وړ دي. نن ورځ اسراييل په نړۍ کې د يو وحشي او تروريستي دولت په توګه معرفی شوی ده. نړۍ په دې ښه پوه شوې چې صهیونیسټانو نه یوازې دا چې نړیوالو قوانینو ته غاړه نه ده ایښې، بلکې له بشري اصولو یې هم سرغړونه کړې ده. له بلې خوا، اسراییل په غزه کې د جنګي جنایتونو په ترسره کولو سره، ځان د سقوط او د مقاومت محور د محاصرې په دلدل کې اچولی دی. که څه هم صهیونیسټان د مقاومت د قوماندانانو د نسل وژنې او وژلو په ترسره کولو کښې بریالي شوي دي خو د مقاومت د محور هوډ د دغه ماشوم وژونکي رژیم په مقابل کښې د پخوا په پرتله زیات ګروهمن شوی دی او د غاصبانو د له منځه وړلو پورې به ونه دریږي. طوفان الاقصی له غمونو او کړاوونو سره سره له فلسطینیانو ته دا زیری ورکړ چې د نیواکګرو ماتې ممکنه ده او د اسرائیلو ښکاره ځواک به د مسلمانانو په اجتماعی ارادې سره له سقوط سره مخ شی. د نړۍ مسلمانان او آزاد خلک باید د فلسطین د ارمان په تحقق کې سره یو ځای شي او د مقاومت د مبارزینو په بریا کې فعال رول ولوبوي تر څو د مسلمانانو له سپېڅلې خاورې څخه دغه ناوړه استکبار له منځه ولاړ شي.

بیشتر بخوانید:  ځوانانو او د هویت کړکېچ؛ موږ څنګه دا کړکېچ پیژنو او ورسره څنګه چلند وکړو؟
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
ټول شموله حکومتداري؛
ټول شموله حکومتداري؛د افغانستان د راتلونکي لپاره یوه حیاتي اړتیا
له-ترهګرۍ-څخه-نیولې-تر-طالبانو-شکایت-پورې
له ترهګرۍ څخه نیولې تر طالبانو شکایت پورې؛ ته ډېر ناوخته پوه شوې، خو لا هم نیمګړې ده!
پاکستان-و-هند
له جهاد څخه تر توغندیو جوړولو پورې؛ د اسلام آباد د نوي دوکې خبرداری
منظم-سانسور؛-د-سیاسي-خپرونو-بندیز-او-د-انحصار-ځواک-پیاوړی-کول
منظم سانسور؛ د سیاسي خپرونو بندیز او د انحصار ځواک پیاوړی کول
مطالب پیشنهادی
آخرین اخبار مهم
خلیلزاد: د طالبانو د مخالفینو غونډه به ډیر ژر په پاکستان کې ترسره شي
۲ ورځې پیش
خلیل‌زاد: نشست مخالفان طالبان به‌زودی در پاکستان برگزار می‌شود
بایرن میونخ د جرمني سوپر کپ په ګټلو سره فصل د ټرافي سره پیل کړ
۲ ورځې پیش
بایرن مونیخ با قهرمانی در سوپرجام آلمان فصل را با جام آغاز کرد
د هرات د برېښنا شبکې د پیاوړتیا لپاره د ۴۱ ملیون ډالرو قراردادونو لاسلیک
۲ ورځې پیش
د محقق له خوا د خلیلزاد سختې نیوکې: ولې تاسو طالبانو ته اجازه ورکوئ او ښځو ته نه؟
۲ ورځې پیش
انتقاد تند محقق از خلیلزاد: چرا طالبان را مجاز می‌دانی و زنان را نه؟
د ډالرو، تومان او کلدار پر وړاندې د افغانیو بیه ( یکشنبه د 1404 کال د اسد 26)
۲ ورځې پیش
د بخښنې نړیوال سازمان د افغان کډوالو په وړاندې د جرمني پر پالیسیو سخته نیوکه وکړه
۳ ورځې پیش
سید مسعود کاظمي: خلک د فساد، خیانت او د پردې تر شا معاملو دوامداره قربانیان دي
۳ ورځې پیش
‏سید مسعود کاظمی ‎رهبر ‎حزب اقتدار ملی و رییس تشکیلات ‎شهید کاظمی‎
یو ۹ کلن افغان نابغه ماشوم له ښوونځي پرته یې ۸ ژبې زده کړې
۳ ورځې پیش
کودک نابغه ۹ ساله افغانستانی و آموختن ۸ زبان بدون مکتب
گزارش و مصاحبه
بحران فراگیر خشکسالی در افغانستان؛ تهدید خاموشی که زیرساخت ندارد
در حالی‌که افغانستان با یکی از شدیدترین خشکسالی‌های دهه‌های اخیر مواجه است، نبود زیرساخت‌های مناسب، ضعف در مدیریت منابع طبیعی، و نبود برنامه‌ریزی علمی، این کشور را در برابر بحران آب آسیب‌پذیرتر از هر زمان دیگر کرده است.
۴ اونۍ پیش
7:25 ب.ظ
وطن، نه خاک؛ که باهم بودن است
وطن در واقع همدیگریم، و نه آن شعارهای قدیمی که از تاریخ بیرون کشیده می‌شود. وطن هزاره است، پشتون است، تاجیک است، و همه آن‌ها که درد مشترک دارند و امید به زندگی بهتر.
۴ اونۍ پیش
6:45 ب.ظ
ناگفته‌هایی از علامه سید اسماعیل بلخی
علامه بلخی یکی از برجسته‌ترین چهره‌های مبارزه با استبداد در افغانستان بود. سیّد اسماعیل بلخی در قریهٔ سرپل واقع در ولسوالی بلخاب، ولایت سرپل زاده شد. برخی ولادت وی را در سال ۱۲۹۵، و برخی ۱۲۹۹ (خورشیدی)، گفته‌اند و ۲۴ تیر ۱۳۴۷ ه.ش به شهادت رسید.
۴ اونۍ پیش
6:33 ب.ظ
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
مصاحبه اختصاصی با سید جعفر سید آبادی، رییس اتباع و مهاجرین خراسان رضوی
سید جعفر سید آبادی، رئیس اداره اتباع و مهاجرین خارجی خراسان رضوی، در مصاحبه‌ای اختصاصی با خبرگزاری معمار درباره وضعیت مهاجرین و از تلاش‌ها برای خروج عزتمندانه مهاجران و تسهیل ساماندهی آن‌ها سخن گفت.
۱ میاشت پیش
3:15 ب.ظ
هشدار از خاموشی تدریجی رسانه‌ها در افغانستان + ویدیو
وجدانی با اشاره به سرکوب سیستماتیک رسانه‌ها از سوی حکومت طالبان، هشدار داد که افغانستان به‌سوی خاموشی کامل صداهای مستقل پیش می‌رود.
۱ میاشت پیش
8:38 ب.ظ
حکم تاریخی دادگاه لاهه علیه طالبان | عدالت یا بحران جدید؟
بررسی حکم اخیر دادگاه بین‌المللی کیفری (لاهه) درباره صدور حکم بازداشت برای چند تن از رهبران طالبان از جمله هبت‌الله آخندزاده
۱ میاشت پیش
8:42 ب.ظ