د معمار پرس د “افغانستان ټولنیز خبرونه” برخه کې، د افغانستان او نړۍ د خلکو د ورځني ژوند پورې اړوند خورا مهمې پیښې او پرمختګونه پوښي. په دې برخه کې کلتوري مسایل، ټولنیزې ننګونې، د ژوند طرز بدلونونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، تعلیم، عامه روغتیا، کډوالۍ، او نور موضوعات چې په افغان ټولنه اغیزه کوي تعقیب کړئ.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا به تر درې ورځو د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه وکړي
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا غونډه د افغانستان په اړه په نیویارک کې ترسره کېږي. په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو سرمنشي خپل وروستی جامع راپور وړاندې کړي.
تاجکستان د ننگرهار زلزله‌ځپلو ته د ۳۰۰ ټنه بشری مرستو لومړۍ جوپه ولیږله
د تاجکستان دولت د ۳۰۰ ټنه په وزن د بشري مرستو لومړی کاروان د افغانستان ختیځ زلزله‌ځپلو ته واستاوه. په دغه مرسته کې د لومړنیو اړتیاوو توکي او خوراکي مواد شامل دي.
د ترافیکي چارو د سمون لپاره د طالبانو ناسته
د طالبانو سرپرست حکومت د ترافیکی پیښو د کمولو په موخه یوه ناسته وکړه، چې د یو شمیر مسولینو په ګډون ترسره سوه.
د صمود نړیواله بېړۍ: د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره په بشپړ ځواک پر مخ ځو
صمود نړیوالې بېړۍ اعلان کړی چې د غزې د محاصرې د ماتولو لپاره هڅې دوام لري او په دې کار کې هیڅ ډول ځنډ نه دی راغلی. نن ورځ د ایټالیا له کتانیا بندر څخه ۱۸ بېړۍ او همدارنګه له تونس او یونان څخه نورې بېړۍ نړیوالو اوبو ته روانې سوې ترڅو دې بېړیو سره یو ځای سي. دا حرکت د تیرو وختونو په پرتله تر ټولو لویه سمندری هڅه ګڼل سوې ده. همدارنګه، د بریتانیا بیرغ لاندې لویه بېړۍ «ألما» د تونس په «سیدی بوسعید» بندر کې د بې پيلوټه الوتکې د برید موخه ګرځېدلې او اور لګېدنه سوی، خو په بېړۍ کې موجود ۹ فعاله کسان نه دی زیانمن سوي. د صمود سمندری ځواک شاوخوا ۲۰ بېړۍ لري چې د نړیوالو فعالانو په همکارۍ د غزې خلکو ته د بشردوستانه مرستو رسولو