د معمار پرس د “افغانستان ټولنیز خبرونه” برخه کې، د افغانستان او نړۍ د خلکو د ورځني ژوند پورې اړوند خورا مهمې پیښې او پرمختګونه پوښي. په دې برخه کې کلتوري مسایل، ټولنیزې ننګونې، د ژوند طرز بدلونونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، تعلیم، عامه روغتیا، کډوالۍ، او نور موضوعات چې په افغان ټولنه اغیزه کوي تعقیب کړئ.
د ملګرو ملتونو د بشر د استوګنې پروګرام د استوګنې نړیوالې ورځې په درشل کې ویلي چې د افغانستان ښارونو ته د بېرته ستنېدونکو افغانانو شمېر په بېسارې توګه زیات سوی، او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې چې د حیاتي زیربناوو او بنسټیزو خدماتو په برخه کې پانګونه وکړي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزارت د نوې پرېکړې په اساس، د پوهنتونونو استادانو او له څلورم بست ټیټو کارکوونکو لپاره د ځیرک موبایلونو کارول منع اعلان کړل.
وروستیو زلزلې او پرلهپسې وچکالۍ د افغانستان بشري بحران لا زیات کړی، چې سلګونه زره خلک بېکوره کړي او د ژمي د نږدې کېدو سره سم د سرپناه، خوراکي توکو او پاکو اوبو عاجل اړتیا زیاته سوې ده.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د دې ډلې د امنیتي ځواکونو لهخوا د «رنجر» ډوله موټرو کارول بندېږي.
د طالبانو د احصائیې ادارې اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې له ۴۲ زرو ډېر کاغذي تذکرې تصدیق کړې او په عین وخت کې د یو میلیون او ۳۲۱ زره څخه زیات غوښتونکي ثبت او وڅېړل سول.
طالبانو د ښځو او انجونو پر وړاندې د محدودیتونو په دوام کې، د طالبانو د حج او اوقافو مسؤلینو د کابل د جمعې په خطبو کې له نارینه وو وغوښتل چې د خپلو میرمنو او لوڼو ځیرک مبایلونه ضبط کړي
د بحران نړیوالې ډلې خبرداری ورکړی چې د امریکا او نورو مرستهکوونکو هېوادونو له لوري د بشري مرستو د کمېدو له امله افغانستان د فقر او محرومیت په کړکېچ کې ښکېل سوی.
ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې د کډوالو پراخ ستنېدل، د اقلیم بحران او طبيعي پېښې به د افغانستان پر ښارونو فشارونه زیات کړي.
د طالبانو جنګیالیو او د پاکستان سرحدي ځواکونو د کنړ ولایت د ناري ولسوالۍ په سرحدي سیمه کې وسله واله نښته کړې چې تر یو ساعت کمه موده یې دوام وکړ. دواړو لوریو د سپکو او درنو وسلو څخه کار اخیستي دي.
عزیزی بانک، چې د انټرنېټ د پرې کېدو له امله یې خدمات دریدلي وه، اعلان وکړ چې له پنجشنبې ورځې به، د ستونزې له لرې کېدو سره، خدمات په مرکز او ولایتونو کې بېرته عادي سي.
له دې وروسته چې په افغانستان کې د ۴۸ ساعتونو لپاره انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې سوي وو، د کامایر هوايي شرکت اعلان وکړ چې خپلې الوتنې به له نن، د پنجشنبې ورځ د میزان ۱۰مه، بېرته پیل کړي.
د سور صلیب فدراسیون خبرداری ورکړی چې د ژمي په رانږدې کېدو، زرګونه افغان کورنۍ، په ځانګړي ډول په زلزلهځپلو سیمو کې، د یخنۍ، بېکورۍ او د خوړو د کمښت له امله د مرګ له ګواښ سره مخ دي.