په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.

طالبان: د بګرام د سپارلو شایعات د پخواني دولت ناروغ تبلیغات دي
محمد نعیم وردک، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، د بګرام هوایي اډې امریکا ته د سپارلو شایعات رد کړل او دا یې «د پخواني ناکام دولت د څېرو ناروغ تبلیغات» وبلل.
بلجیم د طالبانو سره خبرو ته داخل سو
د بلجیم د مهاجرت او کډوالۍ وزیر اعلان کړی چې دغه هېواد غواړي له طالبانو سره خبرې وکړي ترڅو هغه افغان کډوال چې په غیرقانوني ډول په بلجیم کې مېشت دي یا جرم کړی، بېرته ستانه سي.
سرچینې خبر ورکوي چې د طالبانو ډیپلوماتانو په بن کې د افغانستان قنسولګري بیا پرانېستې ده
آلمان په دې وروستیو کې د طالبانو استازي تاییدکړي او د بن قونسلګرۍ پخوانيو کارکوونکو استعفا ورکړې، د طالبانو لخوا ټاکل سوي ډیپلوماتانو د آلمان په بن ښار کې د افغانستان قونسلګري بیا پرانېستې ده.
ګنداپور: د افغانستان بې‌ثباتي د پاکستان امنیت په مستقیم ډول ګواښي
ګنداپور، د خیبرپښتونخوا د ایالت وزیر اعلی، ددې ایالت پر امنیت د افغانستان د بې‌ثباتۍ پر مستقیم اغېز ټینګار وکړ او وویل چې یوازینۍ پایداره حل لاره له طالبانو سره خبرې او رغنده تعامل دی.
هند د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر کوربه‌توب کوي
هند د ۲۰۲۱ کال راهیسې چې طالبان بېرته واکمن سوي، د لومړي ځل لپاره د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي کوربه‌توب کوي.
روسیه: طالبان د بګرام اډه امریکا ته نه سپاري
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې اعلان کړی چې طالبان د بګرام هوایي اډې د سپارلو لپاره د امریکا د فشارونو پر وړاندې مقاومت کوي او د افغانستان ملي حاکمیت به وساتي.
د طالبانو د مخالفانو غونډه؛ د افغانستان او پاکستان سولې او ثبات سره نه بېلېدونکې اړیکه لري
د طالبانو مخالفانو له دوه ورځنۍ غونډې وروسته چې په اسلام‌اباد کې پای ته ورسېده، په یوې اعلامیه کې وویل چې د افغانستان او پاکستان سوله او ثبات سره نه بېلېدونکې اړیکه لري.
د «انګور اډې» پوله د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دوو کلونو وروسته بېرته پرانیستل سوه
محمد صادق، اعلان کړی چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د «انګور اډې» پوله له دوو کلونو وروسته د ترانزیټ او د وسایطو د تګ راتګ لپاره بېرته پرانیستل سوې ده.
د پاکستاني خبریال ادعا: اسلام‌آباد په افغانستان کې د ډرون بریدونو طرحه څېړي
عدیل راجه، یو پاکستاني خبریال، په ټولنیزه شبکه ایکس کې ادعا کړې چې د پاکستان د پوځ ستاد د افغانستان په خاوره کې د ډرون بریدونو د ترسره کولو طرحې څېړي.
مجاهد: د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه خپاره سوي اظهارات رښتیا نه دي
ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه چې د ده له قوله د افغانستان د انټرنېټ د پرې کېدو د علت په اړه خپاره سوي، بې‌اساس بللي دي. نوموړي ویلي، چې په هېڅ خبري ګروپ کې یې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
جی۷ او اروپایي اتحادیه: سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بریا کِلی ده
د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې بین‌الافغاني ټول‌شموله بهیر، سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
طالبان: انټرنېټ د رئیس‌الوزرا په امر فعال سو
انټرنېټ او مخابراتي شبکې د ملا حسن آخند، په امر بېرته فعال سوي، په داسې حال کې چې د انټرنیټ پرېکون د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په فرمان ترسره سوی وو.