په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۱۰ ټولنې ددې ادارې د هغو پروګرامونو څخه برخمنې سوي دي چې موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د کچې لوړول دي.
عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، ویلي چې طالبان نه یوازې د کورني مشروعیت څخه بېبرخې دي، بلکې اوس د سیمې د امنیت لپاره په یوه جدي ګواښ بدل سوي دي.
ډونالډ ټرمپ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرګون کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په اړه خبر دی او چمتو دی د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.
اسحاق دار، د طالبانو د سرحدي بریدونو په غبرګون کې دا کړنې «تحریکوونکې او بېدلیله» وبللې او څرګنده یې کړه چې اسلامآباد د متقابلو بریدونو له لارې د «ترهګرو» مرکزونه د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي.
ځايي سرچینې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو د بیا پيلېدو خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ویلي چې ددې ډلې جنګیالیو د پاکستان ۲۵ سرحدي پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د هغوی وسایل یې تر لاسه کړي، خو د قطر او سعودي عربستان د غوښتنې په خاطر جګړه ودروله.
د طالبانو او پاکستانی ځواکونو تر منځ د پولو د نښتو له امله د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک چمن لارې بشپړې تړل سوې دي، او د مسافرو، کډوالو او سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ درېدلی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دې ډلې ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي. طالبانو ویلي، دغه عملیات بریالي وو.
د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره نښتې کړي دي. دغه بریدونه د طالبانو د دفاع وزیر، په امر ترسره سوي دي.
ریچارد بنيټ، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د انټرنټ او ټولنیزو شبکو لاسرسي محدودول د بیان آزادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق له ګواښ سره مخ کوي.