په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
محمد نبي عمري، د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت مرستیال، د امریکا له احتمالي بیرته راستنېدو او د بګرام له اډې سره د تړون په اړه خبرې رد کړې او ویلي یې دي چې «له امریکا سره د بګرام په اړه هیڅ توافق نه دی سوی او اساساً داسې څه امکان نه لري.»
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د طالبانو او پاکستان تر منځ د وروستي اوربند تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د سولې او ثبات لپاره «یو مثبت او رغوونکی ګام» بللی دی.
د قطر د بهرنيو چارو وزارت د طالبانو او پاکستان تر منځ د اوربند په اړه د خپلې اعلاميې نوې بڼه خپره کړې ده، چې پکښې د «پولې» کلمه د وروستۍ فقرې څخه ایستل سوې ده.
شاه محمود میاخېل، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د اوربند تړون د افغانستان په زیان بللی او ویلي یې دي چې په دې تړون کې د کابل د خاورې نقض، د ملکي وګړو تلفات او د ډیورند کرښې موضوع له پامه غورځول سوې ده.
د طالبانو ویاند اعلان کړی چې له پاکستان سره د بشپړ اوربند تړون د دوحې په خبرو کې لاسلیک سو، او ټینګار یې کړی چې دواړه خواوې به له دښمنانه کړنو لاس اخلي.
مهاجر فراهی، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال، د طالبانو او پاکستاني پلاوو د دوحې خبرو ته په اشاره سره ویلي چې طالبان به دا ځل هم، لکه پخوا، د «پاکستان پر پوځ چې د امریکا په استازیتوب جګړه کوي» بریالي سي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستاني چارواکو ترمنځ د خبرو لومړی پړاو د قطر په منځګړیتوب د دوحې په ښار کې ترسره سو او پای ته رسېدلی دی.
د پاکستان د پوځ د هوايي بریدونو په پایله کې چې د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ په سیمه کې ترسره سوي، لږ تر لږه شپږ ملکي وګړي چې په کې دوه ماشومان هم شامل دي وژل سوي او اوه تنه نور ټپیان سوي دي.
خالد زدران، د حقاني شبکې له مخکښو غړو او د کابل د امنيې قوماندانۍ ویاند، د طالبانو او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو په تړاو د افغانانو د یووالي ستاینه کړې ده.
د (TTP) مشر نور ولي محسود وروسته له هغو راپورونو چې ويل سوي وو هغه په يوه هوايي برید کې وژل سوی، د يو ويډيوي پيغام له لارې څرګنده کړه چې ژوندی دی او په قبایلي سيمو کې فعاليت کوي.
د یوناما دفتر ویلي چې د طالبانو د جنګیالیو او د پاکستاني ځواکونو تر منځ نښتو درانه ملکي تلفات اړولي دي.
د پاکستان پوځ د چهارشنبې په ورځ (د میزان ۲۳مه) په یوه اعلامیه کې تأیید کړې ده چې د پاکستانی طالبانو غورځنګ د جګړهمارانو پر پټنځای یې په کابل کې هوایي برید ترسره کړی دی.