د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران: په افغانستان کې د یوه ټولګډون حکومت جوړول اړین دي
د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې خپره سوې، له طالبانو وغوښتل چې یو ټولګډونه حکومت جوړ کړي او د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقونه او اړتیاوې تأمین کړي.