په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
فصیحالدین فطرت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز، د یو شمېر طالب پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې په اړه له امریکا سره هېڅ ډول معامله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.
ډونالډ ټرمپ، په خپلو تازه څرګندونو کې خبرداری ورکړی چې طالبان باید د بګرام هوايي اډه ژر تر ژره امریکا ته وسپاري.
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالی کمیسارۍ د طالبانو له لوري د ښځینه کارکوونکو دفترونو ته پر تګ راتګ بندیز تبعیضي بللی او د محدودیتونو د ختمېدو غوښتنه یې کړې ده.
د ټرمپ د څرګندونو وروسته چې د بګرام د بېرته نیولو په اړه یې کړې وې، تهینج، د ملي اسلامي غورځنګ لوړپوړی غړی، ویلي چې د دې اډې تر لاسه کول یوازې د مارشال دوستم او د هغه د ملګرو په همکارۍ ممکن دي.
خالد حنفي، څرګنده کړه چې ددې ډلې مخالفین د خدای دښمنان دي او طالبانو ته لازمه نه ده چې د دغو مخالفینو له لوري د لګول سویو بندیزونو څخه ووېرېږي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې، ټینګار وکړ چې افغانستان به هېڅ ډول تېری ونه مني او بهرني ځواکونه به بیا د دې هېواد خاوره اشغال نه کړي.
طالبانو د ډونالد ټرمپ، وروستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ټینګار وکړ چې هېڅکله به اجازه ور نه کړي چې بګرام هوايي اډه د بهرنیو ځواکونو په واک کې ورکړل سي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې موضوع د افغانستان او امریکا ترمنځ دوه اړخیزو اړیکو پورې اړه لري او اسلاماباد په دې اړه کوم نظر نه لري.
د ټرمپ وروستۍ څرګندونې چې د بګرام د بېرته نیولو لپاره د طالبانو سره خبرې اترې کوي، د امریکا د سیاستونو ریاکاري په افغانستان کې بربنډوي. بېا راتګ بګرام ته د امنیت لپاره نه، بلکې د ترهګرۍ سره د معاملې لپاره دی.
د طالبانو ویاند د پاکستان د دفاع وزیر د څرګندونو په غبرګون کې، ټینګار وکړ چې تور لګونه او زور ته لاس اچول د هېڅ لوري په ګټه نه دي او ستونزې باید د خبرو له لارې حل سي.
زلمی خلیلزاد، د بندیانو او یرغملانو خوشې کول د واشنګټن او طالبانو ترمنځ د اړیکو د ښه کېدو تر ټولو مهم خنډ بللی او ټینګار یې کړی چې دا موضوع باید ژر تر ژره حل سي.
لین جیان، د ډونالډ ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې چې ویلي یې دي د بګرام د بېرته نیولو هڅه کوي، اعلان وکړ چې پکن له هر هغه اقدام څخه ملاتړ نه کوي چې په سیمه کې د کړکېچ د زیاتېدو لامل سي.