په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
د ملګرو ملتونو د سرمنشي وياند پر دې ټينګار وکړ چې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره نړيواله همکاري ضروري ده، په ځانګړي ډول د ښځو د حقونو او د بګرام د هوايي اډې د موضوع په برخه کې.
د روسیې ورځپاڼې راپور ورکړی چې امریکا په افغانستان کې د یو «ځانګړې عملیات» د ترسره کولو لپاره د چمتووالی په حال کې ده؛ چې اصلي موخه یې د بګرام هوایي اډې بېرته نیول ښودل سوی دی.
هبتالله اخندزاده، د طالبانو د کابینې لوړپوړي چارواکي یوې ځانګړې ناستې ته کندهار ته ور بللي دي، څو د ډونالډ ټرمپ د غوښتنې په اړه چې د بګرام هوايي اډه بیرته ترلاسه کړي، سلامشورې وکړي.
د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) د وزیرانو د تماس ډلې غونډه د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ د اتیایمې غونډې ترڅنګ ترسره سوه.
د مشروع حکومت نشتوالی او مالي پورونه د افغانستان څوکۍ په ملګرو ملتونو کې څلورم کال هم تشه پرېښوده.
افغانستان د څلورم کال لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د مشرانو په ناسته کې حضور نه درلود؛
د ملګرو ملتونو سرمنشي او د تاجیکستان ولسمشر په نیویارک کې د یوې لیدنې پر مهال د تروریزم او د افغانستان د تحولاتو په اړه خبرې کړې دي.
ضمیر کابلوف، ویلي دي چې ناشونې ده متحده ایالات د بګرام هوايي اډې د بېرته نیولو لپاره پر افغانستان پوځي برید وکړي او دغه ډول اقدام یې د ناورین جوړونکو پایلو لرونکی وباله.
سپنتا، د ډونالډ ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي دي چې طالبان د امریکا لپاره «غوره خادمان» دي او د هغوی د واشنګټن سره همغږی یا اختلاف به د افغانستان د خلکو په نه ختمېدونکي رنځ کې هېڅ بدلون رانه ولي.
د طالبانو رسمي وېبپاڼې د ټرمپ د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې خبرداری ورکړی چې د بګرام اډې د بېرته نیولو په اړه خبرې د افغانستان پر ملي حاکمیت تېری او د افغان ولس د احساساتو سپکاوی دی.
سرچینې په کابل پوهنتون کې وايي، طالبانو استادانو ته امر کړی چې د انګلیسي ژبې له درسي کتابونو دې ټول د ښځو انځورونه لیرې کړي.
اروپایي اتحادیې د سولې نړېوالې ورځې په مناسبت د افغانانو په ځانګړې ډول د ښځو او ځوانانو څخه د ملاتړ پر ژمنتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي چې په افغانستان کې د سولې ډک راتلونکي د جوړولو لپاره به هڅې کوي.
فصیحالدین فطرت، د طالبانو د پوځ لوی درستیز، د یو شمېر طالب پیلوټانو د فراغت په مراسمو کې اعلان وکړ چې د بګرام هوايي اډې په اړه له امریکا سره هېڅ ډول معامله د دوی لپاره د منلو وړ نه ده.