په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.

مجاهد: د انټرنېټ د پرې کېدو په اړه خپاره سوي اظهارات رښتیا نه دي
ذبیح‌الله مجاهد، هغه راپورونه چې د ده له قوله د افغانستان د انټرنېټ د پرې کېدو د علت په اړه خپاره سوي، بې‌اساس بللي دي. نوموړي ویلي، چې په هېڅ خبري ګروپ کې یې په دې اړه څرګندونې نه دي کړي.
جی۷ او اروپایي اتحادیه: سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د بریا کِلی ده
د جی۷ هېوادونو او اروپایي اتحادیې استازو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې بین‌الافغاني ټول‌شموله بهیر، سیاسي کثرت‌باوري او ټول‌شموله حکومت د افغانستان د ریښتینې بریا لپاره بنسټیز اهمیت لري.
طالبان: انټرنېټ د رئیس‌الوزرا په امر فعال سو
انټرنېټ او مخابراتي شبکې د ملا حسن آخند، په امر بېرته فعال سوي، په داسې حال کې چې د انټرنیټ پرېکون د طالبانو د مشر ملا هبت‌الله په فرمان ترسره سوی وو.
پاکستان د طالبانو د مخالفانو کوربه‌توب کوي
د راپورونو پر بنسټ، اسلام‌آباد د طالبانو د مخالفانو د یوې ناستې کوربه‌توب کوي چې د یوه پاکستاني څېړنیز بنسټ له‌خوا تنظیم سوی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د روسیې له سفیر سره د دوه اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار وکړ
امیرخان متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، پرون په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف سره وکتل او خبرې اترې یې وکړې.
امیرخان متقي: د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه دي
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان د جماعت اسلامي له پلاوي سره په لیدنه کې د افغانستان او پاکستان مثبتې اړیکې د دواړو لورو په ګټه وبللې.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان پخوانۍ سفیره: پرته له همه شموله ګډون، په افغانستان کې هېڅ سیاسي بهیر مشروعیت نه لري
عادله راز، د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په څنډه کې اعلان وکړ چې د همه شموله ګډون او روښانه ځواب ورکونې له تضمین پرته، په افغانستان کې هېڅ سیاسي بهیر نه سي کولای مشروعیت او پایښت ولري.
روسیه او پاکستان: په افغانستان کې ترهګرې ډلې د سیمې لپاره ګواښ دي
محمد صادق، او البرت خورف، په افغانستان کې د ترهګریزو ډلو پر ضد د ګډ تعهد ټینګار وکړ او د مسکو د څلور اړخیزو او مشورتي ناستو د چمتووالي په اړه یې خبرې وکړې.
بګرام ته بیا ګرځیدل؛ ټرمپ: د افغانستان او بګرام په اړه به په راتلونکې کې نورې خبرې وکړو
ډونالډ ټرمپ، پرته له دې چې د دقیق وخت یادونه وکړي اعلان وکړ چې غواړي په راتلونکې کې د افغانستان د بګرام هوايي اډې په اړه څرګندونې وکړي.
اشرف غني: ولسي نظامونه او جرګې د افغانستان د کړکېچ یوازینی حل لاره ده
اشرف غني، د افغانستان پخواني ولسمشر، په خپلو تازه څرګندونو کې ټینګار وکړ چې یوازې ولسي نظامونه او د جرګې دود کولای سي د هېواد د اوسنیو کړکېچونو لپاره یوه دوامداره حل لاره وړاندې کړي.
د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیران: په افغانستان کې د یوه ټول‌ګډون حکومت جوړول اړین دي
د روسیې، چین، ایران او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه اعلامیه کې، چې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې د اتیایمې غونډې په څنډه کې خپره سوې، له طالبانو وغوښتل چې یو ټول‌ګډونه حکومت جوړ کړي او د ټولو قومونو او مذهبي ډلو حقونه او اړتیاوې تأمین کړي.