په دې برخه کې د افغانستان وروستي اقتصادي خبرونه، د تبادلې نرخونه، د بازار پرمختګونه، بهرنۍ پانګونې، بندیزونه، د کانونو وضعیت، او د افغانستان د اقتصاد په اړه تحلیلي راپورونه، د کانونو سکتور پرمختګونه او نور ډیر څه تعقیب کړئ.
د طالبانو د اقتصادي کمیسیون په تازه ناسته کې، چې د ملا عبدالغني برادر آخوند، په مشرۍ ترسره سوه، د کانونو د پروسس او صادراتو د پالیسي طرحه تصویب سوه.
د چمن په سیمه کې د ځانمرګی برید له امله لږ تر لږه شپږ تنه وژل سوی، او د سپین بولدک پوله د تګ راتګ پر مخ تړل سوې ده.
د طالبانو ډلې د نورستان ولایت د دوآب ولسوالۍ څخه د نږدې نهه زره کیلوګرامه قیمتي ډبرو په ایستلو او پلور سره له ۹۵ میلیونو افغانیو ډېر عاید تر لاسه کړی دی.
د بریتانیا حکومت اعلان وکړ چې د افغانستان زلزلهځپلو ته درې میلیونه پونډه نوره مرسته ځانګړې کوي؛ دغه بودیجه به د بشر دوستانه شریکانو له لارې، مصرف سي.
ملا عبدالغني برادر، په کابل کې له سید محمد اتابک، او ورسره مل پلاوي سره لیدلي او د چابهار بندر په ګډون د سوداګرۍ، ترانزیټ او پانګونې پر پراختیا یې ټینګار کړی دی
د افغانستان د کډوالو او بېرته ستنېدونکو چارو وزارت د یو میلیون او ۲۳۰ زره ډالرو په ارزښت له څلورو همکارو بنسټونو سره هوکړهلیکونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ايران لوړپوړی چارواکی کابل ته رسېدلی دی څو د دوه اړخيزې سوداګرۍ، ترانزيټ، او پانګونې د برابرولو په موخه خبرې وکړي.