په دې برخه کې د افغانستان وروستي اقتصادي خبرونه، د تبادلې نرخونه، د بازار پرمختګونه، بهرنۍ پانګونې، بندیزونه، د کانونو وضعیت، او د افغانستان د اقتصاد په اړه تحلیلي راپورونه، د کانونو سکتور پرمختګونه او نور ډیر څه تعقیب کړئ.

په افغان بازار کې د سرو زرو بیه نن، شنبه، د میزان ۵
د کابل د سرو زرو اتحادیې د سرو زرو بیه نن، شنبه، د میزان 5 اعلان شوه
په روان کال کې د افغانستان سوداګرۍ ۳۰ سلنه زیاتوالی موندلی
د طالبانو سرپرست حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت اعلان کړی چې د ۱۴۰۴ کال د لومړیو شپږو میاشتو په موده کې د افغانستان د سوداګرۍ حجم د تېر کال په پرتله ۳۰ سلنه زیات سوی.
د آسیايي پرمختیايي بانک درې میلیونه ډالري مرسته د افغانستان ختیځ کې زلزله‌ځپلو لپاره
آسیايي پرمختیايي بانک اعلان وکړ چې د بیړنیو مرستو په چوکاټ کې یې درې میلیونه ډالر په افغانستان کې د وروستۍ زلزلې زیانمنو سویو لپاره ځانګړي کړي دي.
د افغانستان صادرات پاکستان ته ۵۰ سلنه لوړ سوي
د پاکستان رسنیو راپور ورکړی چې د افغانستان صادرات پاکستان ته د ۲۰۲۵ د اګست په میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۵۰ سلنه زیات سوي او ۵۵ میلیونه ډالرو ته رسېدلي دي.
د افغانستان او ایران په دوغارون پوله کې د سوداګرۍ د پام وړ وده
د روان کال په ترڅ کې د ایران د صادراتو حجم افغانستان ته ۳۰ سلنه زیات سوی او ارزښت یې ۶۰ سلنه لوړ سوی دی. دوغارون د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پیاوړتیا کې مهم رول لري
د افغانستان او بنګله‌دېش ټینګار پر اقتصادي او دیني همکاریو
د طالبانو د اوبو او برېښنا وزارت خبر ورکړی چې عبداللطیف منصور، د دې وزارت وزیر، له یو شمېر بنګله‌دېشي عالمانو او پانګه‌والو سره لیدنه او خبرې کړې دي.