د افغانستان د سپورت وروستي خبرونه، افغان فوټبال، افغان کرکټ، د افغانستان د ملي ټیم د لوبو په اړه راپورونه، او د معمار پرس څخه د افغان لوبغاړو سره ځانګړې مرکې وګورئ.
د افغانستان او پاکستان د ملي فوټبال ټیمونو تر منځ لوبه، چې ټاکل سوې وه د اکتوبر په ۹مه نېټه (د میزان ۱۷مه) په اسلامآباد کې د آسیا ملتونو جام د مقدماتي پړاو په لړ کې ترسره سي، د پاکستان د فوټبال فدراسیون لهخوا د افغان لوبغاړو د ویزو په صادرېدو کې د ځنډ له امله لغوه سوې ده.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان کړی چې د پاکستان لهخوا د ملي لوبډلې د لوبغاړو د ویزو په صادرولو کې د ځنډ، موضوع یې د فوټبال کنفدراسیون (AFC) له لارې تعقیب کړې ده.
اکبر کاظمي، د افغانستان مشهور فوتسال ستوری، د ایران د سنایچ ساوه لوبډلې سره په غوره لیګ کې قرارداد وکړ.
د افغانستان د فوټبال فدراسیون اعلان وکړ چې د فوټبال ملی لوبډلې لپاره د پاکستان پر وړاندې د ۲۰۲۷ کال د آسیايي جام په دریم پړاو مقدماتي سیالیو کې د ګډون کوونکو لوبغاړو فهرست خپور سو.
د افغانستان کرکټ بورډ اعلان کړی چې د هېواد د ویلچېر ملي کرکټ ټیم د څلورو دوستانه شل اوریزه سیالیو لپاره پاکستان ته سفر کړی دی.
دنیامالي، د افغانستان لپاره د ایران له سرپرست سفیر او د ایران له سرقونسل سره په یوه لیدنه کې، له افغانستان سره د قهرماني او عامه سپورټونو په برخه کې د پراخو همکاریو د ترسره کولو چمتووالی اعلان کړی دی.
د کرېکټ نړیوالې شورا اعلان کړی چې نور احمد لکنوال او مجیبالرحمان، د آسیا جام د سیالیو په لړ کې د سریلانکا پر وړاندې د لوبې پر مهال د لوبې له چلند څخه د سرغړونو امله رسماً توبیخ سوي دي.
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله به په خپله دوهمه لوبه کې د ۲۰۲۵ آسیا جام په سیالیو کې د سېشنبې په ورځ د وږي په ۲۵مه نېټه د بنګلهدېش پر وړاندې ولوبېږي.