د معمار پرس د “افغانستان ټولنیز خبرونه” برخه کې، د افغانستان او نړۍ د خلکو د ورځني ژوند پورې اړوند خورا مهمې پیښې او پرمختګونه پوښي. په دې برخه کې کلتوري مسایل، ټولنیزې ننګونې، د ژوند طرز بدلونونه، د ښځو او ماشومانو حقونه، تعلیم، عامه روغتیا، کډوالۍ، او نور موضوعات چې په افغان ټولنه اغیزه کوي تعقیب کړئ.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د طالبانو د اوبو او انرژۍ له مرستیال سره د لیدنې پر مهال هوکړه کړې چې د هلمند د اوبو د کمېسارانو دېرشمه ناسته به ژر په تهران کې ترسره سي، څو د حقالابه او نړیوالو تالابونو اړوند موضوعات تعقیب سي.
د «برشنا» شرکت اعلان کړی چې د ازبکستان له لوري واردېدونکې د برېښنا یو لین، چې نږدې لس ورځې مخکې د دواړو هېوادونو په صفري نقطه کې پرې سوې وو، بېرته نښلول سوې دي.
يو شمېر مېرمنې په زابل ولايت کې وايي، له هغه وروسته چې بهرنۍ مرستې بندې سوې، د روغتيايي خدمتونو لاسرسی، په ځانګړي ډول د مېرمنو، مور او ماشوم د روغتيا په برخه کې، په شدّت سره راکم سوی او ژوند يې له جدي خطر سره مخ دی.
د طالبانو تر کنټرول لاندې د پاسپورت ادارې اعلان کړې چې د ۱۴۰۴ لمریز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یې د افغانستان وګړو ته له ۵۲۸ زرو څخه ډېر پاسپورتونه ورکړي دي.
د اسلامي یووالی صندوق او د اسلامي همکاریو سازمان د هوکړهلیک په لاسلیکولو سره هوکړه وکړه چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د وروستي زلزلهځپلو سره به مالي مرسته وکړي.
د ازبکستان د ملي امنیت ادارې اعلان کړې چې په یو ځانګړې عملیات کې نږدې ۵۰ کیلوګرامه هغه مخدره مواد نیول سوي چې له افغانستانه دغه هېواد ته قاچاق سوي وو.
د خوړو نړيوال پروګرام (WFP) خبرداری ورکړی چې لوږه او د خوارځواکۍ کچه په افغانستان کې په چټکۍ سره لوړېږي، او د بودجې کمښت له امله دا اداره نهسي کولای ټولو اړمنو کسانو ته مرسته ورسوي.
یو شمیر افغانان چې په امریکا کې مېشت دي، په واشنګټن کې د پاکستان سفارت مخې ته اعتراض وکړ او غوښتنه یې وکړه چې د نړیوالو ادارو له خوا د اسلام آباد د هوایي بریدونو په اړه پلټنه وسي.
د خوړو نړيوال پروګرام اعلان کړی چې د بشردوستانه مرستو ۴۰ سلنه کمښت به نږدې ۱۳.۷ ميليونه انسانان د قحطۍ تر پولو ورسوي، او افغانستان د دغه بحران په سر کې ځای لري.
په پاکستان کې د دیره اسماعیل خان، تانک، لکي مروت، بنو او مانسهره سیمو کې کمپونه په بشپړه توګه تړل سوي او په یو شمېر نورو سیمو کې هم د افغان کډوالو کمپونه د تړل کېدو په حال کې دي.
د ملګرو ملتونو سازمان د طبیعي پېښو د خطر د کمولو د نړېوالې ورځې په مناسبت اعلان کړی چې افغانستان د نړۍ شپږم هېواد دی چې د اقلیمي بدلونونو پر وړاندې ډېر زیانمنونکی دی.