په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
اسحاق دار، د طالبانو د سرحدي بریدونو په غبرګون کې دا کړنې «تحریکوونکې او بېدلیله» وبللې او څرګنده یې کړه چې اسلامآباد د متقابلو بریدونو له لارې د «ترهګرو» مرکزونه د افغانستان په خاوره کې په نښه کړي.
ځايي سرچینې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د جګړو د بیا پيلېدو خبر ورکوي.
د طالبانو ویاند ویلي چې ددې ډلې جنګیالیو د پاکستان ۲۵ سرحدي پوستې تر خپلې ولکې لاندې راوستې او د هغوی وسایل یې تر لاسه کړي، خو د قطر او سعودي عربستان د غوښتنې په خاطر جګړه ودروله.
د طالبانو او پاکستانی ځواکونو تر منځ د پولو د نښتو له امله د ننګرهار تورخم او د کندهار سپین بولدک چمن لارې بشپړې تړل سوې دي، او د مسافرو، کډوالو او سوداګریزو کاروانونو تګ راتګ درېدلی دی.
د طالبانو د دفاع وزارت ویلي چې د دې ډلې ځواکونو د ډیورند کرښې په اوږدو کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو پر مرکزونو «انتقامي» عملیات ترسره کړي دي. طالبانو ویلي، دغه عملیات بریالي وو.
د طالبانو ځواکونو د شنبې په شپه (د میزان ۱۹مه) په هلمند، کندهار، خوست، پکتیا، پکتیکا او کنړ ولایتونو کې د پاکستان له سرحدي ځواکونو سره نښتې کړي دي. دغه بریدونه د طالبانو د دفاع وزیر، په امر ترسره سوي دي.
ریچارد بنيټ، خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې د انټرنټ او ټولنیزو شبکو لاسرسي محدودول د بیان آزادي او معلوماتو ته د لاسرسي حق له ګواښ سره مخ کوي.
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې د انجونو د نړیوالې ورځې په مناسبت خبرداری ورکړی چې نړیواله ټولنه باید د افغان انجونو یو بشپړ نسل له یاده ونه باسي او باید ترې ملاتړ وکړي.
هبتالله اخندزاده، د طالبانو مشر، په یوه خپور سوې غږیز فایل کې خپلو ځواکونو ته، امر کړی چې د ښار په مرکز او ددې ولایت په بېلابېلو ناحیو کې امنیتي تدابیر زیات کړي.
د طالبانو د دفاع وزارت خبرداری پاکستان ته: تېری به بېځوابه پاتې نه سي
پاکستان په کابل کې د بریدونو سره هم مهاله د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ هم هوایې برید کړی دي.
ایس. جی شنکر، له امیرخان متقي سره په لیدنه کې اعلان کړی چې نوې ډهلي خپله دیپلوماتیکه دنده په کابل کې له «تخنیکي ماموریت» څخه د سفارت تر کچې لوړوي. او په افغانستان کې به د همکارۍ او بشري مرستو شپږ نوې پروژې هم پیل کړي.