په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
پاکستاني سرچینو اکسپرس ټریبون ته ویلي چې تر هغه وخته پورې چې د افغانستان طالبان د پاکستان د امنیتي اندېښنو ځواب ورنه کړي، اسلامآباد به د هغوی ملاتړ ونه کړي.
سراجالدین حقاني، د طالبانو د کورنیو چارو وزیر، د پکتیکا ولایت د سفر پر مهال د طالبانو بریا «د بشري عقل له مخې نهمنل کېدونکې» وبلله او ادعا یې وکړه چې دا بریا د افغانانو د «ولاړې او زغم» مستقیمه پایله ده.
فوزیه کوفي، د افغانستان د تېر حکومت د ولسي جرګې غړې، په یوه تنده څرګندونه کې زلمی خلیلزاد، د جمهوریت نظام د ړنګېدو اصلي عامل او طالبانو ته د افغانستان د سپارلو ملاتړی بللی دی.
معتبره سرچینې تاییدوي چې د قندهار د شورابک ولسوالۍ په سیمه کې د طالبانو او پاکستاني پوځ ترمنځ وسلهواله نښته سوې ده.
خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، په خپلو تازه څرګندونو کې وویل چې طالبان د اسلامآباد د تېرو سیاستونو محصول وو، خو اوس یو نه باور کیدونکي ځواک ګرځېدلي دي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ویاند د څرګندونو په غبرګون کې چې د اعتراض کوونکو سره په سولهییز ډول برخورد وسي، وویل چې طالبان باید په افغانستان کې د ولسواکه حکومت پر جوړولو او د دوحې تړون ته په ژمن پاتې کېدو تمرکز وکړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي، عبداللطیف منصور، د یاد وزارت وزیر، د روسیې د انرژۍ اونۍ په نړېوال فورم کې د ګډون لپاره مسکو ته تللی دی.
د کډوالو نړیوال سازمان اعلان کړی چې د ۲۰۲۴ کال له پیل راهیسې، د افغانستان په نهو ولایتونو کې ۱۱۰ ټولنې ددې ادارې د هغو پروګرامونو څخه برخمنې سوي دي چې موخه یې د طبیعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي د کچې لوړول دي.
عطاالله ترار، د پاکستان د اطلاعاتو وزیر، ویلي چې طالبان نه یوازې د کورني مشروعیت څخه بېبرخې دي، بلکې اوس د سیمې د امنیت لپاره په یوه جدي ګواښ بدل سوي دي.
ډونالډ ټرمپ، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو ترینګلتیاوو په غبرګون کې ویلي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د نښتو په اړه خبر دی او چمتو دی د جګړې د پای ته رسولو لپاره منځګړیتوب وکړي.