په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
د طالبانو د حکومت ویاند اعلان وکړ چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ دوهم پړاو خبرې په ترکیه کې د درېیمې ورځې لپاره ادامه لري او د طالبانو حکومت په دې باور دی چې اختلافات باید د خبرو اترو له لارې حل سي.
د طالبانو یو پلاوی د محمد ابراهیم صدر، د کورنیو چارو وزارت د مرستیال، په مشرۍ (یکشنبه، د لړم ۴مه) د اقتصادي همکاریو د سازمان (ECO) په څلورمه ناسته کې د ګډون لپاره ایران ته تللی دی.
جان کریاکو، د امریکا د مرکزي استخباراتو ادارې (CIA) پخوانی مامور او په پاکستان کې د دې ادارې د ترهګرۍ ضد څانګې پخوانی مشر، په یوه تازه مرکه کې د القاعده د پخواني مشر اسامه بن لادن د افغانستان څخه پاکستان ته د تېښتې نوې جزیات څرګند کړي دي.
زلمی خلیلزاد، د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي، د پاکستان د دفاع وزیر څرګندونې د افغانستان سره د احتمالي جګړې په اړه «غیر دیپلوماتیکې او خطرناکې» بللې دي.
د ایران اسلامي جمهوریت سفارت په کابل کې اعلان کړی چې کاظم غریبآبادي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کابل ته راغلی، څو د سرحدي، اوبو او قضایي همکاریو په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.
باوري سرچینې وایي، له څو ساعته اوږدو خبرو اترو وروسته چې د طالبانو او پاکستاني پلاوو ترمنځ د ترکیې په استانبول ښار کې وسوې، د طالبانو پلاوي د سولې د احتمالي هوکړې وروستی طرحه پاکستاني لوري ته سپارلې ده.
د طالبانو او پاکستان د خبرو دوهم پړاو د شنبې په شپه، له نهو ساعتونو خبرو وروسته په استانبول کې پای ته ورسېدې او ټاکل سوې ده چې دا خبرې اترې به د دوو نورو ورځو لپاره دوام ومومي.
د پاکستاني سرچینو د راپور له مخې، د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو دوهم پړاو د شنبې په ورځ، د لړم په درېیمه نېټه، په استانبول ښار کې پیل سوی دی.
د پاکستان حکومت اعلان کړی چې د «اوبو د تیریو» په وړاندې، د هند همکاری د طالبانو سره د کنړ پر سیند بند جوړولو او په افغانستان کې ورته نورو پروژو په ترسره کولو سره، د خپلو حقونو ساتنه کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خبرداری ورکړی چې که د طالبانو سره روانې خبرې اترې پایله ورنه کړي، ښایي د دواړو هېوادونو ترمنځ «ښکاره جګړه» رامنځته سي. هغه امنیتي ګواښونه چې له افغانستان څخه د اسلامآباد پر وړاندې راپورته کېږي، نور د زغملو نه دي.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو د حکومت ویاند، اعلان کړی چې د دغې ډلې یو پلاوی د پاکستان سره د اوربند د خبرو د دوام لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال په مشرۍ ترکیې ته تللی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې اسلامآباد تمه لري د طالبانو او پاکستان ترمنځ د استانبول په ناسته کې یو ځانګړی نظارتي میکانیزم رامنځته سي څو د دې هېواد د امنیتي اندېښنو د حل لپاره کار وکړي.