په دې برخه کې د سیاسي او امنیتي پرمختګونو، د طالبانو د حکومت په اړه وروستي خبرونه، د سیمې او نړۍ له هیوادونو سره د افغانستان اړیکې، او په افغانستان او د نړۍ په نورو برخو کې د واک او حکومتي جوړښتونو کې د بدلونونو په اړه ځانګړي تحلیلونه ولولئ.
اسحاق دار، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، د افغانستان په شمال کې د زلزلې له رامنځته کېدو وروسته، د دې طبیعي پېښې د پراخو تلفاتو او زیانونو له امله خپله خواشیني څرګنده کړې، او د پاکستان د چمتووالي خبر یې ورکړی چې له زلزلهځپلو سره مرسته وکړي.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند، اسماعیل بقایي، د افغانستان په شمال کې د زلزلې د زیانمنو کسانو سره همدردي څرګنده کړه او اعلان یې وکړ چې ایران د ژغورنې او بیړنیو مرستو په جریان کې د هر ډول مرسته کولو لپاره چمتو دی.
د طالبانو ویاند د افغانستان د ملي حاکمیت د نقض په ټینګار سره خبرداری ورکړی چې امریکايي بېپیلوټه الوتکې په منظم ډول د پاکستان له خاورې د افغانستان هوايي حریم ته داخلېږي، او دا کار کولای سي د ګاونډیتوب اړیکو ته جدي زیان ورسوي.
د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنر دفتر اعلان کړی چې ددې ادارې استازی په افغانستان کې او د چین سفیر په کابل کې د یوه کتنې پر مهال د هغو افغان مهاجرینو د ملاتړ لپاره پر نړیوالې همکارۍ ټینګار وکړ چې له ګاونډیو هېوادونو بېرته خپل هېواد ته راستانه کېږي.
د پاکستان د «ډان» ورځپاڼې په وینا، د افغانستان طالبان او د هغوی اړوندې ډلې، په ځانګړي ډول (TTP)، د سرحدي فعالیتونو له لارې د دواړو هېوادونو د امنیت وضعیت لا پسې پېچلی کړی دی.
د افغانستان لپاره د برتانیې سفارت د افغان خبریالانو د ملاتړ غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې د بیان له آزادۍ او د خبریالانو له امنیت څخه به ملاتړ کوي.
ذبیحالله مجاهد، د طالبانو ویاند، د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف وروستۍ څرګندونې او ګواښونه «بېاهمیته» بللي او ویلي یې دي چې د هغه د فعالیت اندازه یوازې تر ټویټ پورې محدوده ده.
د پاکستان دفاع وزیر د طالبانو پر رژیم سختې نیوکې کړې دي او ویلي یې دي چې د کابل اوسنی حاکم نظام «د افغانستان د خلکو استازیتوب نه کوي» او د ښځو، توکمیزو ډلو او اقلیتونو د دوامداره ځپلو مسوول دی.
سهیل شاهین، د طالبانو استازی په قطر کې، اعلان کړی چې د اسلامآباد غوښتنه یې رد کړې ده چې له طالبانو یې د پاکستان د امنیت د تضمین غوښتنه کړې وه. هغه ویلي، د هر هېواد امنیت د هماغه هېواد مسؤلیت دی.
د طالبانو سفارت په قرقیزستان کې ویلي چې عبدالشکور حقاني، د طالبانو استازی، او لیو جیانپینګ، د چین سفیر، د دواړو هېوادونو د اړیکو د پیاوړتیا، د امنیتي همکاریو د پراختیا او د افغانستان د ثبات د اهمیت په اړه خبرې وکړې.
د پاکستان دفاع وزیر په خپلو تازه څرګندونو کې طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که طالبان د پاکستان سوله او امنیت تضمین نه کړي، د هغې له پایلو سره به مخ سي.
د تورخم د پولي د څو ورځو بندېدو وروسته، د طالبانو چارواکو اعلان کړی چې دا لار به په محدود ډول د افغان مهاجرینو لپاره پرانیستل کېږي، خو د سوداګریزو راکړو ورکړو او عام تګ راتګ به لا هم بند پاتې وي.