د معمار پرس د افغان کلتوري خبرونو برخه کې، د افغانستان وروستي کلتوري پرمختګونه، د هنرمندانو وضعیت، د طالبانو کلتوري محدودیتونه، افغان موسیقي، افغان سینما او افغان ادبیات د وروستیو راپورونو سره تعقیب کړئ.
هغه زلزلې چې د دوشنبې په سهار د افغانستان شمالي ولایتونه ولړزول، د استوګنیزو او تاریخي ځایونو ترڅنګ، د مزار شریف آبی جومات ته یۍ هم درانه زیانونه اړولي دا جومات د هېواد له مهمو مذهبي او تاریخي بناوو څخه شمېرل کېږي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر اعلان کړی چې د افغانستان د لوړو زدهکړو نظام د هېواد د دیني او کلتوري ارزښتونو مطابق بیاکتل سوی او علماو او د پوهنتون استادانو له دې لیدلوري ملاتړ کړی دی.
د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د یوې پاکستاني ادارې هغه اقدام غندلی چې له ټولنیزې شبکې ایکس څخه یې د طلوعنیوز د انګلیسي څانګې د یوه خبري پوسټ د حذف غوښتنه کړې وه. دغه وزارت دا کار د بیان له ازادۍ سره په ټکر کې بللی دی.
د بشري حقونو څار په خپل تازه راپور کې ویلي چې طالبان په تېرو څلورو کلونو کې د افغانستان د بیان او رسنیو آزادی په بشپړ ډول له منځه وړی ده او خبرداری یې ورکړی چې د رسنیو وضعیت اوس په دوو لسیزو کې تر ټولو ټیټې کچې ته رسېدلی دی.
د طالبانو د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت تأیید کړې چې په افغانستان کې د ټولنیزو شبکو ځینې محتواوې فلټر سوې دي؛ د راپورونو له مخې، له پرون راهیسې د فېسبوک، انسټاګرام او سنیپچټ کارونه له خنډ سره مخ سوې دي.
په افغانستان کې د ایران کلتوري سلاکار د فردوسي مشهد نړیوال پوهنتون له رهبري هیئت سره په لیدنه کې، د علمي همکاریو او د ایران د پوهنتونونو فعاله ونډه د افغانستان په لومړي نړیوال نندارتون «افغان ساینس» کې د ګډون زمینه وڅېړل سوه.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې طالبانو د لږ تر لږه ۲۲ فرمانونو په صادرولو سره، د معلوماتو لاسرسی، د بیان ازادي او د رسنیو خپلواکي په سیسټماتيکه توګه محدود کړي دي.
د طالبانو د لوړو زدهکړو وزیر، د استادانو او محصلانو لپاره ۵۰ نوي محدودیتونه وضع کړي چې د پوهنتونونو څخه د انځورونو حذف، د ځیرک موبایلونو بندول او د عمامې تړل پکښې شامل دي.
د طالبانو د معارف وزارت اعلان کړی چې ۵۱ درسونه چې د ازادۍ، بشري حقونو، د ښځو د حقونو، او سولې، د افغانستان د مکتبونو له درسي کتابونو لیرې سوي، ځکه چې د «اسلام د دین د دستوراتو او د دې ډلې د پالیسیو» سره په ټکر کې دي.
د طالبانو سرپرست حکومت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت «د افغانستان د خلکو غږ میکانیزم» په همکارۍ (سهشنبه، د میزان اوله) په کابل کې د «رښتینی ژورنالیزم، باخبره خلک او سالمه ټولنه» تر سرلیک لاندې غونډه وکړه.
امسو) په یوه تازه راپور کې ویلي دي چې په افغانستان کې ۹۲ سلنه ښځینه خبریالانې د محدودیتونو او فشارونو له امله اړ سوې دي چې خپل راپورونه بدل یا سانسور کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) اعلان وکړ چې د افغانستان انجونې د منځني ښوونځیو او پوهنتونونو له زدهکړې څخه څلور کاله محرومې پاتې دي