د طالبانو د حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد وایي، د طالبانو اداره هڅه کوي چې له پاکستان سره رامنځته سوي وروستي کړکېچونه د خبرو او تفاهم له لارې، په سولهییز ډول حل کړي.
د طالبانو او پاکستان د خبرو اترو له بهیر سره نږدې سرچینې وایي، د دواړو لوریو خبرې اترې بېله پایلې پای ته رسېدلې دي.
نړیوال بانک په خپل تازه راپور کې ویلي چې د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله شاوخوا ۱۸۳ میلیونه امریکایي ډالره مالي زیان رامنځته سوی دی دا اندازه د افغانستان د ۲۰۲۳ مالي کال د ناخالص کورني تولید (GDP) له یوې سلنې زیاته ده.
د طالبانو ویاند اعلان کړی چې د کابل او اسلاماباد ترمنځ د اوربند موافقه لا تر اوسه وروستۍ سوې نه ده، او د دې له امله نه ده اعلان سوې چې د تړون منځپانګه بشپړه سوی نه ده.
د تېرو څلورو کلونو تجربې ښودلې چې طالبان د شریعت له نومه د سیاسي او ایډیولوژیک سپر په توګه کار اخلي، څو له ټولنیز ژوند څخه د ښځو د له منځه وړلو پالیسۍ ته دیني رنګ ورکړي. دوی تراوسه نه د ښوونځیو د بیا پرانیستلو لپاره کومه واضحه طرحه وړاندې کړې، نه یې د «شریعت اصولو» په اړه د تعلیم په برخه کې روښانه تعریف ورکړی.
د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله به د سهشنبې په ورځ، د میزان په ۲۲مه، د ۲۰۲۷ د آسیا ملتونو جام د مقدماتي سیالیو په لړ کې په کویټ ښار کې له پاکستان سره لوبه وکړي.
خواجه محمد آصف، د پاکستان دفاع وزیر، ویلي چې هغه افغان کډوال چې لا هم د پاکستان په خاوره کې پاتې دي، باید خپل هېواد ته ستانه سي.
لغمان کې ځایې سرچینې وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف کارکوونکو د دغه ولایت خبریالان اړ کړي چې ږیره پرېږدي، پنځه وخته لمونځ وکړي او خپلې رسنیزې خپرونې د دې ډلې د قوانینو سره سم تنظیم کړي.