pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ دا غونډه د روسیې په غوښتنه جوړیږي او په افغانستان کې د امریکا او ناټو د پوځي مداخلې پر اقتصادي او بشري وضعیت او نورو پایلو خبرې کیږي.

په دې غونډه کې به د ملګرو ملتونو د بشري چارو مرستیال سرمنشي مارتین ګریفیتس هم توضیحات ورکړي.

په پام کې ده چې د دوشنبې ورځې په غونډه کې د شورا غړي په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه به اندیښنه څرګنده کړي.

همدارنګه، ځینې غړي ممکن له نړیوالې ټولنې وغواړي چې په دې هیواد کې د بشري اړتیاوو د ځوابولو لپاره نورې مرستې چمتو کړي.

دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري ناورین د شدت په اړه خبرداری ورکړی و، په ځانګړي ډول په راتلونکي ژمي کې او ویلي یې وو چې له دغه بحران سره د مقابلې لپاره لږ تر لږه ۴،۴ میلیارد ډالرو مرستو ته اړتیا ده.

بیشتر بخوانید:  په پاریس کې چاودنې ۳۰ تنه ټپیان کړل
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x