د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د طالبانو د کډوالو وزارت ویلي چې ۵۶۵ افغان کسان، چې په عراق او پاکستان کې بندیان وو، په روانه اونۍ کې آزاد او بېرته افغانستان ته ستانه سوي دي. د دې وزارت د خبرپاڼې پر بنسټ، له دې کسانو څخه ۵۱۷ تنه د پاکستان له بېلابېلو زندانونو او ۴۸ تنه نور د عراق له زندانونو آزاد سوي دي.
دغه کسان چې د مهاجرینو وزارت له لورې «مهاجرین» یاد سوي، دوه تر نهو میاشتو پورې په بند کې پاتې سوي وو. که څه هم په خبرپاڼه کې د دوی د نیول کېدو په اړه جزئیات نه دي ورکړل سوي، خو تر دې مخکې ګڼو راپورونو ویلي چې په پاکستان کې د ډېری افغانانو د بندي کېدو لامل د قانوني اسنادو نشتوالی دی. طالبانو ویلي چې د دغو کسانو د بېرته ستنېدو بهیر د عراق او پاکستان له اړوندو چارواکو سره په همغږۍ ترسره سوی دی. دا په داسې حال کې ده چې د سیمې په هېوادونو کې د افغان مهاجرینو د نیولو او فشارونو له زیاتېدو سره، ګڼې کورنۍ د خپلو کورنۍ غړو د برخلیک په اړه اندېښنې لري.



