۴،۲ میلیونه افغان ماشومان له زده کړو محروم دي

کودکان

د راپور له مخې، د دغو کسانو ۶۰ سلنه نجونې او ۴۰ سلنه نور هلکان دي.

د طالبانو د واکمنۍ اصلي مرکز کندهار يادوي، چې ۸۵ سلنه افغان نجونې پکې له زده کړو څخه محرومې دي.

د طالبانو مشر ملا هبت ال… اخندزاده هم په دغه ولايت کې، چې د طالبانو د رامنځته کیدو اصلي مرکز دی، اوسيږي.

یونیسف په ورته وخت کې د هغو دریو لکو افغان ماشومانو يادونه هم کړې، چې د یونیسف په لنډ مهاله ټولګيو کې يې د روان میلادي کال په ترڅ کې زده کړې کړي او تر ۵۵ سلنې زده کوونکي ېې نجونې دي.

یونیسف په دې راپور کې پر افغان معارف د اقتصادي ناورين د بدو اغېزو يادونه هم کړې او وايي چې د ۱۰ میلیونه ماشومانو په ګډون د ۱۹ میلیونه وږو افغانانو لپاره په راتلونکي میلادي کال کې ۱،۶۵ میلیارده ډالرو بوديجې ته اړتيا لري.

بیشتر بخوانید:  افغانستان د ښځو لپاره په نړۍ کې تر ټولو بد هېواد دی
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x