۲۵۰ اسلامي پانګوال به په افغانستان کې ۲۲۵ میلیونه ډالر پانګونه وکړي

د پنجشیر د طالبانو والي اعلان وکړ چې د اسلامي هیوادونو ۲۵۰ شرکتونه او پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې ټولټال ۲۲۵ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
۲۵۰ اسلامي پانګوال به په افغانستان کې ۲۲۵ میلیونه ډالر پانګونه وکړي

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د پنجشیر د طالبانو والي محمد آغا حکیم د لسو اسلامي هیوادونو د پانګوالو له پلاوي سره په یوه غونډه کې وویل چې افغانستان اوس د ۵۰ کلونو کړکېچ وروسته د پانګې د جلبولو لپاره بشپړ چمتو دی.

په پلاوي کې د قطر، سعودي عربستان، ترکیې، بحرین، عراق، عمان، مالیزیا، فلسطین، سوریې او هند استازي شامل وو، چې مشري یې عبدالله الزنداني کوله.

د پنجشیر والي د پوهنې، روغتیا، کرنې، کانونو او ګرځندوی سکتورونه د اسلامي هیوادونو د پانګونې لپاره مناسب وبلل.

هغه ټینګار وکړ چې دا فرصت په افغانستان کې د “اسلامي نظام د پیاوړتیا” لپاره مهم دی.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه