د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ۲۱ عربي او اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو یوه ګډه اعلامیه خپره کړه چې د ایران د اسلامي جمهوریت پر خاوره د صهیونیسټ رژیم د ظالمانه یرغل په کلکه غندنه کوي او په سیمه کې د وضعیت د خطرناک زیاتوالي په اړه خپله ژوره اندیښنه څرګنده کړه.
دا اعلامیه د عراق، قطر، سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، د عمان سلطنت، کویت، بحرین، اردن، مصر، سوډان، الجزایر، کوموروس، جیبوتي، سومالیا، لیبیا، موریتانیا، پاکستان، ترکیې، چاد او برونای د بهرنیو چارو وزیرانو لخوا خپره شوه.