د معمار پرس د خبر له مخې؛ د دولتي رسنیو د څرګندونو له مخې؛ دغه بې کسه فضایي بېړۍ د دوشنبې پر ورځ د چین په شمال لویدیځ کې د جیوچوان توغولو مرکز ته راستنه شوه.
د رویترز د راپور له مخې؛ په دې اړه بشپړ جزئیات ورکړ شوي نهدي، چې دا فضايي بېړۍ څه وه، کومه تکنالوژي وازمویل شوه، څومره لوړه الوتنه یې وکړه او د ۲۰۲۲ کال د اګست په لومړیو کې یې فضايي مدارله تر کم ځای رسېدلی دی. دغه راز یې انځورونه هم ټولو ته د لاسرسي وړ ندي.
د چین دولتي رسنیو دا هم په ډاګه کړې ، چې دا ازموینه د بیا کارونې وړ فضایي تکنالوژۍ په برخه کې د چین په څېړنه کې اړین پرمختګ په ګوته کوي، چې راتلونکي فضایي ماموریتونو ته د رسیدو لپاره به خورا اسانه او ارزانه لار چمتو کړي.
د چین په ټولنیزو رسنیو کې اټکل شوی، چې بیجینګ د امریکا د هوایي ځواک X-37B په څیر فضایي بېړۍ رامنځته کول غواړي، چې وکولی شي په خپلواکه فضایي مدار کې تر کلونو پاتې شي.