یونیسف: ۴۰۰،۰۰۰ افغان کورنیو ته نغدي مرسته وویشل شوه

یونیسف: کمک‌های نقدی به ۴۰۰ هزار خانواده افغان توزیع شد

د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې تیر کال یې په افغانستان کې شاوخوا ۴۰۰،۰۰۰ کورنیو ته نغدي مرسته ویشلې ده.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ، په یوه پیغام کې زیاته کړه چې اړمنو کورنیو او ماشومانو ته د نغدي مرستې چمتو کول دوی ته اجازه ورکوي چې خپلې پریکړې پخپله وکړي او خپلې سمدستي اړتیاوې پوره کړي.

یونیسف دا هم یادونه وکړه چې دا نغدي لیږدونه په بیړني حالتونو کې خورا اغیزمن دي او د ډیرو کورنیو سره د دوی د اساسي اړتیاوو په پوره کولو کې مرسته کړې ده.

په ورته وخت کې، د ملګرو ملتونو ادارو خبرداری ورکړی چې د مرستو د کمښت له امله، سږ کال به په افغانستان کې شاوخوا درې میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي.

بیشتر بخوانید:  اشرف غني: په بهر کې هیڅ شتمني نه لرم، که روان وضعیت همداسې دوام وکړي طالبان به له مقاومت سره مخ شي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه