یونیسف: په زلزله‌ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د یخنۍ له امله مړه سوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د کنړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د یخ او د سینه‌بغل د ناروغۍ له امله مړه سوي او خبرداری ورکوي چې په دغو سیمو کې له ۲۷۰ زرو زیات نور ماشومان له خطر سره مخ دي.
یونیسف: په زلزله‌ځپلو سیمو کې څلور ماشومان د یخنۍ له امله مړه سوي

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې، د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې یوازې د تېرې اوونۍ په پای کې څلور ماشومان د کنړ په زلزله‌ځپلو سیمو کې د «سینه‌بغل او یخنۍ» له امله مړه سوي دي.

د یونیسف د خبرپاڼې له مخې، دغه ماشومان د تېرې اوونۍ په پای کې د کنړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د بې‌ځایه سویو په کمپ «زري‌بابا» کې مړه سوي دي.

یونیسف زیاته کړې چې دغه مړه سوي ماشومان په لاندې ډول دي:
 تقوا، درې کلن هلک، عثماني، نهه میاشتنۍ انجلۍ د «شولات» له درې، ذاکره، دوه نیم کلنه انجلۍ، عبدالله، اته میاشتنی هلک د «مامـاګل» له درې، د کنړ د نورګل ولسوالۍ اړوند.

یونیسف ویلي چې د افغانستان په زلزله‌ځپلو سیمو کې شاوخوا ۲۷۰ زره ماشومان د یخنۍ له امله د رامنځته کېدونکو ناروغیو له جدي خطر سره مخ دي. د شپې په وخت کې هوا تر صفر ښکته کېږي او امکان لري چې تر منفي ۲۵ درجو هم راټیټه سي.

په ورته وخت کې، په افغانستان کې د یونیسف د دفتر مسؤول تاج‌الدین اویواله ویلي چې هغه د هغو ماشومانو د روغتیا او خوندیتوب په اړه سخت اندېښمن دی چې زلزلې یې کورونه وران کړي او بې‌ځایه سوي دي.

یونیسف زیاتوي: «موږ له خپلو شریکانو او مرسته ورکوونکو غوښتنه کوو چې همدا اوس اقدام وکړي، څو په ژمي کې د ماشومانو د ژغورلو لپاره حیاتي مرستې برابرې کړو او هغوی ګرم او خوندي وساتو.»

شاوخوا درې میاشتې وړاندې سوې زلزله د افغانستان ختیځ ولړزوه چې تر ټولو ډېر تلفات او ویجاړۍ یې په کنړ کې پرېښودې؛ څه باندې ۲ زره کسان ووژل سول او زرګونه کورونه ونړېدل. د کورونو ویجاړېدو سلګونه کورنۍ بې‌ځایه کړې او هغوی په موقتي کمپونو کې ژوند ته اړ کړل.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x