یونیسف: په افغانستان کې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو پانګونه حیاتي ده

سانجي ویجسکرا، د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز رییس، کابل ته د خپل سفر پر مهال په یوه پیغام کې ویلي دي چې په افغانستان کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د ماشومانو او میندو د روغتیايي اړتیاوو په پوره کولو کې حیاتي رول لري، او پرته له هغوی د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو دوام ممکن نه دی.
یونیسف: په افغانستان کې پر ښځینه روغتیايي کارکوونکو پانګونه حیاتي ده

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ سانجي ویجسکرا، د جنوبي اسیا لپاره د یونیسف سیمه‌ییز رییس، کابل ته د خپل سفر پر مهال د ماشومانو د خوارځواکۍ د درملنې له یوه مرکز څخه لیدنه کړې او په افغانستان کې یې د ښځینه روغتیايي کارکوونکو پر حضور او ملاتړ ټینګار کړی دی.

هغه په خپل پیغام کې ویلي دي چې ښځینه روغتیايي کارکوونکې د ماشومانو او میندو د روغتیايي اړتیاوو د پوره کولو لپاره حیاتي رول لري او پرته له هغوی د اغېزمنو روغتیايي خدمتونو وړاندې کول ممکن نه دي. نوموړي زیاته کړې چې د دې قشر ملاتړ او د هغوی د ظرفیت لوړونې لپاره پانګونه، د خوارځواکۍ پر وړاندې د مبارزې او د ماشومانو د روغتیا د ښه‌والي لپاره یو مهم او اساسي ګام دی.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو له‌خوا د ښځو پر کار د لګېدلو محدودیتونو وروسته، روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی، په ځانګړي ډول د ښځو او ماشومانو لپاره، له جدي ستونزو سره مخ سوی دی.

یونیسف تل په افغانستان کې د ماشومانو د روغتیا او خوارځواکۍ د وضعیت په اړه خبرداری ورکړی او د دې بشري بحران د هواري لپاره یې د بیړنیو او دوامدارو اقداماتو غوښتنه کړې ده.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x