د معمار پرس د راپور له مخې؛ د طالبانو لخوا په افغانستان کې د پولیو واکسین د ځنډولو په اړه د راپورونو له خپریدو وروسته د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) نن د کور په کور د پولیو واکسین پر اهمیت ټینګار وکړ. په یوه رسمي بیانیه کې، یونیسف د پولیو د له منځه وړلو لپاره د کور په کور د واکسین تطبیق یوه اغیزمنه او اړینه طریقه ګڼلې ده. دغه نړیوال سازمان د پولیو واکسین ته د ټولو ماشومانو د لاسرسي او په ټول افغانستان کې د واکسین د کمپاین پر دوام ټینګار کړی دی. راپورونه وايي، طالبان غواړي چې ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین د جوماتونو له لارې ورکړل شي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=10628
۲ میاشتی پیش
شماره خبر 10628
منتشر شده در ۱۱:۲۳ - میزان ۵, ۱۴۰۳
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email