د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) د پنجشنبې په ورځ خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د خوارځواکۍ کړکېچ د اندیښنې وړ مرحلې ته داخل شوی او دا اداره د نړیوال بودیجې د سخت کمښت له امله د “ARTF” په نوم پیژندل شوي ژوند ژغورونکي درملنې خواړو له جدي کمښت سره مخ ده.
تاج الدین اویواله، د افغانستان لپاره د یونیسف رییس، په ټولنیزه شبکه “ایکس” کې یو پیغام خپور کړ او ویې ویل: “سږ کال به په افغانستان کې د پنځو کلونو څخه کم عمر لرونکي ۳.۵ میلیونه ماشومان له خوارځواکۍ سره مخ شي، چې له دې ډلې ۱.۵ میلیونه یې د شدیدې خوارځواکۍ له خطر سره مخ دي.”
هغه جدي اندېښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه چې د نړیوالې ټولنې له سمدستي ملاتړ پرته به په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو ژوند له خطر سره مخ شي.
په ورته وخت کې، د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) هم خبرداری ورکړی چې سږکال به په افغانستان کې په هرو لسو ثانیو کې یو ماشوم د خوارځواکۍ سره مخ شي.