یونیسف: په افغانستان کې درې میلیونه نجونې ښوونځیو ته له تګ څخه منع شوي دي

https://pashto.memar.press/

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یونیسف په خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دغه سازمان د طالبانو له حکومته غوښتي چې پر خپلو پرېکړو له سره غور وکړي او د نجونو ټول ښوونځي پرانیزي.

تېره اوونۍ په پکتيا ولايت کې د نجونو يو شمېر ښوونځي بېرته پرانيستل شول، خو طالبان وايي، نه پوهېږي چې د چا په امر دغه ښوونځي بېرته پرانيستل شوي دي.

د طالبانو د حکومت له خوا د نجونو د ښوونځیو د پرانستلو لپاره یو کمیسیون هم ټاکل شوی و، خو تر اوسه یې د کار نتیجه نه ده خپره شوې.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ یو کال وروسته لا هم د هېواد په یوشمېر ولایتونو کې تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته د تلو اجازه نه لري.

بیشتر بخوانید:  د نجونو پر زده کړو د بندیز په اړه د نړیوالو غبرګونونو دوام؛ طالبان په دې کار سره ځان نور هم منزوي کوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x