یونیسف: د نړۍ د ماشومانو اړتیاوې بې‌سارې کچې ته رسېدلې دي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق خبرداری ورکړی چې د نړيوالو بحرانونو د زیاتېدو او د بشردوستانه بودجې د کمېدو له امله، د ماشومانو بنسټیزې اړتیاوې په ټوله نړۍ کې تر خپلې لوړې کچې رسېدلې دي.
یونیسف: د نړۍ د ماشومانو اړتیاوې بې‌سارې کچې ته رسېدلې دي

د معمار خبری آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسیف) خبرداری ورکړی چې د نړيوالو بحرانونو د زیاتېدو او د بشردوستانه بودجې د کمېدلو په پایله کې د ماشومانو اساسي اړتیاوې په ټوله نړۍ کې تر ټولو لوړې سطحې ته رسېدلې دي.

دغه ادارې په یو راپور کې اعلان کړی چې د ۲۰۲۶ کال لپاره ۷.۶۶ میلیارد ډالرو بودجې ته اړتیا لري څو وکولای سي ۷۳ میلیونه ماشومانو ته په ۱۳۳ هېوادونو او سیمو کې حیاتي خدمتونه وړاندې کړي.

کاترین راسل، د یونیسف اجرائیوي رئیسې، ویلي چې ماشومان په ټوله نړۍ کې، په ځانګړي ډول په جګړه‌ځپلو سیمو، طبیعي پېښو، اقتصادي بحرانونو او بې‌ځایه کېدو کې، له بې‌سارې ستونزو سره مخ دي او بیړنیو مرستې ته اړتیا لري.

هغې زیاته کړې: «سخت بشري بحرانونه په پراخېدو دي، خو زموږ سرچینې د دې بحرانونو د مخنیوي لپاره کمې سوې دي. که اړینې سرچینې برابرې نسي، د میلیونونو ماشومانو ژوند به له جدي خطر سره مخ سي.»

یونیسف خبرداری ورکړی چې که دغه بودجه برابره نسي، د ژغورنې ګڼ شمېر پروګرامونه، لکه تغذیه، زده‌کړه، د څښاک اوبه او روغتیایي پاملرنه به ودرول سي، او دا کار به د لا پراخ بشري بحران لامل سي

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
مطالب مرتبط
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x