د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف د دوشنبې په ورځ د اسد په ۲۴ مه یو راپور خپور کړ چې په کې ویل شوي چې په افغانستان کې د زده کړو له حق څخه د نجونو بې برخې کول د هیواد پر اقتصاد ناوړه اغیز کړي او له زده کړو څخه د نجونو لرې ساتل د افغانستان د ناخالصو تولیداتو ۲.۵٪ لګښت لري.
د دغه بنسټ په وینا، که ۳ میلیونه نجونې منځنۍ او لوړې زده کړې بشپړې کړي، نو په راتلونکي کې به د افغانستان اقتصاد ته لږ تر لږه ۵ میلیارده ډالره ګټه ورسوي.
د دغه تحلیلي راپور په خپرولو سره یونیسف ویلي، چې د دغو شاګردانو د زده کړو محرومیت غیر مالي زیانونه هم لري. یو له هغو څخه دا دي چي افغانستان به په راتلونکي کې د ښځینه ډاکټرانو او نرسانو له کمښت سره مخ شي.
طالبان ادعا کوي، چې دا مهال د ټولنې د نارضايتۍ له امله تر شپږم ټولګي پورې د نجونو ښوونځي تړلي دي. دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو د پخوانۍ دورې له رانسکورېدو مخکې هم ډېری نجونې ښوونځیو ته تللې.
لکه څنګه چې د هرات ولایت د پوهنې ریاست په ۱۳۹۴ کال کې اعلان وکړ چې د دغه ولایت د ښوونځیو ۴۸ سلنه زده کوونکي نجونې دي.
په راپور کې راغلي چې د پخواني افغان حکومت له نسکورېدو مخکې د ۴،۲ میلیونو ماشومانو له ډلې ۶۰ سلنه یې نجونې وې.
خو په افغانستان کې د یونیسف استازي ډاکټر محمد ايویا هم وویل، چې زده کړه نه یوازې د هر ماشوم حق دی، بلکې د افغانستان د راتلونکې ودې بنسټ هم دی.
هغه له طالبانو وغوښتل چې د شپږم ټولګي لوړ د نجونو د ښوونځيو دروازې پرانيزي.