د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) اعلان کړی چې د ژمي په نږدې کېدو سره، د افغانستان د وروستیو زلزلو پاتې سوې کورنۍ بېړني ملاتړ ته اړتیا لري.
د یونیسف رسنیز دفتر په افغانستان کې نن سهشنبې سهار (۱۸ د قوس) خبر ورکړی چې تاجالدین اویولي، د دې نهاد اجرائیوي رئیس، سمنګان ولایت ته سفر کړی او له زیانمنو کورنیو سره یې له نږدې لیدلي دي.
دغه نهاد ویلي چې د سخت ژمي په رارسېدو سره، زلزلهځپلې کورنۍ د خپلو ماشومانو د ګرم او سالم ساتلو لپاره پراخو او بیړنیو مرستو ته اړتیا لري.
د روان کال د عقرب په ۱۲مه نېټه، د سمنګان په ولایت کې یوې زلزلې د لسو تنو ژوند واخیست او ۲۶۰ نور کسان یې ټپیان کړل. له انساني تلافاتو سره، زرګونه هستوګن کورونه هم ویجاړ سوي او ګڼې کورنۍ بېسرپناه پاتې سوې دي.



