د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د سهشنبې په ورځ، د میزان په لومړۍ نېټه، یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د شپږم ټولګي پورته د انجونو مکتبونه پرانیزي او ټینګار یې وکړ چې د انجونو زدهکړه یوازې د تعلیم لپاره نه، بلکې د افغانستان د راتلونکي لپاره هم اړینه ده. شیما سن ګوپتا، د یونیسف د ماشومانو د ساتنې د برخې مدیره، څرګنده کړه چې د افغانستان راتلونکی د انجونو له زدهکړې سره تړلی دی. هغې زیاته کړه: «زدهکړه یوازې د تعلیم په معنا نه ده، بلکې د انجونو د ژر واده کېدو پر وړاندې د ساتنې مهم رول هم لري.» یونیسف تر دې وړاندې هم څو ځلې د شپږم ټولګي پورته انجونو د مکتبونو د بیا پرانیستو پر اړتیا ټینګار کړی و. څلور کاله کېږي چې طالبانو د شپږم ټولګي پورته انجونې له مکتب څخه محرومې کړې دي او پوهنتونونو ته یې هم د هغوی د تګ مخه نیولې ده.
- د انجونو د مکتبونو بیا پرانیستل
یونیسف یو ځل بیا په افغانستان کې د انجونو د مکتبونو د پرانیستو پر اړتیا ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د انجونو د مکتبونو بیا پرانیستل د افغانستان د راتلونکي کِلی ده.

- 72
- کې خپور شو 1:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 149925
- September 24, 2025
- کې خپور شو 1:49 ب.ظ
- د خبر شمیره 149925
- September 24, 2025
- تازه تازه 13:49 - September 24, 2025
- لنډ لینک: https://memar.press/?p=149925
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه



