د معمار پرس د خبر له مخې؛ د یونیسف د بشري غبرګون او لوژستیک عملیاتو مرستیال اجرایوي رییس ټیډ چایبان، افغانستان ته د خپل څلورم سفر وروسته اعلان وکړ چې د ۲۰۲۵ کال له پیل راهیسې، له دوه ملیون څخه ډیر کډوال، چې ۵۰۰،۰۰۰ ماشومان هم پکې شامل دي، له هیوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي دي.
هغه ټینګار وکړ چې د راستنیدو دې لویې څپې په نازکو ټولنو باندې دروند بار اچولی دی، چیرې چې د نفوس له نیمایي څخه ډیر په بشري مرستو پورې تړلي دي.