د معمار پرس د خبر له مخې؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق – یونیسف، په یوه بیانیه کې چې د سازمان په رسمي ویب پاڼه کې خپور شوی، د افغانستان په لرې پرتو سیمو کې د اساسي خدماتو ته د لاسرسي د ناوړه وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
دا سازمان اعلان وکړ چې په دې سیمو کې ژوند کونکي کورنۍ، په ځانګړې توګه په سختو ولایتونو کې، د طبیعي پیښو لکه سیلابونو او وچکالۍ، پراخه بې وزلۍ او د بهرنیو مرستو کمښت له امله د څښاک پاکو اوبو، مغذي خوړو او اساسي روغتیایی خدماتو ته له لاسرسي څخه محرومې دي.