یونیسف د افغانستان د ماشومانو د راتلونکي په اړه خبرداری ورکړ

یونیسف خبرداری ورکړی چې د فقر زیاتوالی، جګړې او اقلیمي بحرانونه په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو راتلونکی ګواښي، او د مهمو خدماتو د بودجې شدید کمښت کولی سي هغوی له خپلو اساسي حقونو او فرصتونو څخه لا ډېر محروم کړي.

د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ یونیسف خبرداری ورکړی چې د فقر زیاتوالی، جګړې او اقلیمي بحرانونه په افغانستان کې د میلیونونو ماشومانو راتلونکی ګواښي، او د مهمو خدماتو د بودجې شدید کمښت کولی سي هغوی له خپلو اساسي حقونو او فرصتونو څخه لا ډېر محروم کړي. تاج‌الدین اویوالی، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) استازی وايي چې د ماشومانو د فقر زیاتوالی، دوامداره شخړې او اقلیمي ننګونې د افغانستان د نوې نسل راتلونکی په جدي توګه ګواښي.

اویوالی د پنجشنبې په ورځ، د نومبر په ۲۰مه، د ماشوم نړیوالې ورځې په مناسبت په ایکس پاڼه کې لیکلي چې د مهمو خدماتو د بودجې سخت کمښت به ماشومان له خپلو بنسټیزو حقوقو او فرصتونو څخه محروم کړي. هغه ټینګار کړی: «د ماشومانو حقونه یوازې خبرې نه دي، بلکې یو ژوندۍ وعده ده چې باید د عملي اقداماتو او اغېزمنو پانګونو له لارې پوره سي.» د یونیسف استازي تر دې وړاندې هم خبرداری ورکړی وو چې میلیونونه افغان ماشومانو د خوارځواکۍ او د روغتیا د جدي خطر سره مخ دي. د هغه په وینا، ۳.۵ میلیون ماشومان په شدید ډول د خوارځواکۍ ښکار دي، او یو میلیون نور ماشومان په شدیده توګه ډنګر سوي او له جدي مرګوني خطر سره مخ دي.

Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x