د معمار خبري آژانس راپور له مخي؛ د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) د افغانستان په اړه ویلي دي چې د بودیجې د کمښت له امله د افغانستان د درملنې د مرکزونو فعالیتونه له ننګونو سره مخ دي، او تمه کېږي چې ۸۵۷ زره ماشومان د پنځه کلونو څخه کم عمر لرونکي د شدیدې خوارځواکۍ له امله بیړنۍ درملنې ته اړتیا لري.
یونیسف د یکشنبې په ورځ، د جدي په ۱۴مه، په خپل پیغام کې چې په ټولنیزي شبکی ایکس کې خپور سوی، لیکلي چې په نومبر میاشت کې ۱.۲ میلیونه ماشومان د خوارځواکي له پلوه معاینه سوي دي، چې له دې ډلې ۳۳ زره او ۵۱۰ ماشومان د درملنې لپاره بستر سوي دي. د یونیسف په وینا، د دغو ماشومانو ۵۸ سلنه انجونې دي.
یونیسف زیاته کړې: «سره له دې هڅو، اړتیاوې لا هم پراخې دي او تمه کېږي چې ۸۵۷ زره ماشومان د پنځه کلونو څخه کم عمر لرونکي د شدیدې خوارځواکي له امله بیړنۍ درملنې ته اړتیا ولري.»
یونیسف مخکې هم خبرداری ورکړی وو چې د خوارځواکي کچه په افغانستان کې تر ۳.۷ میلیونه ماشومانو پورې لوړه سوې ده.
د دې سازمان د څرګندونو له مخې، د هغوی هدف دا دی چې ۱.۳ میلیونه ماشومان چې د شدیدې خوارځواکي او منځني کچي خطرناکي خوارځواکي سره مخ دي، درملنې ته ورسیږي؛ خو د بودیجې سخت کمښت دغه چارې له ستونزو سره مخ کړي او د خوارځواکي یو شمېر درملنیز مرکزونه په هېواد کې بند سوی دي.
همدارنګه، د ملګرو ملتونو خپور کړي تازه راپور «د خوړو د خوندیتوب د مرحلو یووالي (IPC)» وړاندوینه کوي چې شاوخوا ۱۷.۴ میلیونه کسان به په راتلونکي ژمي کې د شدید خوراکي ناامنیو سره مخ سي.



