د معمار خبری آژانس د راپور له مخې، د یونسکو استازو د ذبیحالله سادات، د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د لرغونپېژندنې له رئیس سره په لیدنه کې د علمي او فرهنګي همکاریو د پیاوړتیا او د افغانستان د فرهنګي میراث د ساتنې او ودې پر لارو بحث وکړ.
په دې ناسته کې ښاغلي سادات د خپل ریاست د تاریخ، موخو، مسؤلیتونو او فعالیتونو په اړه مفصل معلومات وړاندې کړل او څرګنده یې کړه چې دا اداره چمتو ده له کورنیو او نړیوالو بنسټونو سره د څېړنې، خپرونې، پیاوړتیا او د فرهنګي میراث د ترویج په برخه کې هر اړخیزه همکاري وکړي.
د یونسکو فرهنګي استازو هم ژمنه وکړه چې د لرغونپېژندنې ریاست او نړیوالو بنسټونو تر منځ به همغږي نوره هم زیاته کړي او هڅه به وکړي چې د افغانستان د لرغونو سیمو او آثارو د څېړنې، کیندنې، بیارغونې او مدیریت لپاره نړیواله پاملرنه جلب کړي.



