د معمار پرس د خبر له مخې؛ د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې، روزا اوتونبایوا وویل چې په هیواد کې د آزادو او خپلواکو رسنیو وضعیت په جدي توګه مخ په خرابیدو دی.
یوناما د شنبې په ورځ، د مي ۳مه د مطبوعاتو د آزادۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه اعلامیه کې د افغان رسنیو سره پیوستون څرګند کړ او ټینګار یې وکړ چې په هیواد کې باید د آزادو رسنیو ملاتړ وشي.
میرمن اوتونبایوا په بیانیه کې وویل چې رسنۍ د یوې باخبره او متحرکې ټولنې د ملا تیر جوړوي او د شفافیت په یقیني کولو، د خلکو باور پیاوړي کولو او د حکومتدارۍ په ښه کولو کې مهم رول لوبوي.
هغه خبرداری ورکړ چې “په افغانستان کې، موږ د آزادو او خپلواکو رسنیو د دوامداره تخریب شاهدان یو.”