یوناما: طالبان لا هم د وضعیت د ښه کولو چانس لري/ د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو په اړه فکر وکړي

pashto.memaarpress.com

د معمار وحدت د خبري اژانس د راپور له مخې؛ دغه بنسټ تېره شپه (دوشنبه د اسد ۲۴مه) په خپلو ټوېټر او فېسبوک پاڼو له طالبانو وغوښتل چې له نړۍ سره د تعامل په اړه فکر وکړي او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړېدو لپاره د نړیوالې ټولنې غوښتنې ومني.

یوناما زیاته کړه، “یو کال وروسته موږ له طالبانو څخه غواړو چې فکر وکړي. لا هم وخت شته چې د افغانستان د لوړولو لپاره اړین ګامونه پورته کړي او خلکو ته امید ورکړي.”

دې ادارې ټینګار وکړ چې “د بدلون پرته، ټول شیان خراب کیدای شي.”

یوناما زیاته کړه چې نړیواله ټولنه به له هغو کسانو سره چې د بشري حقونو درناوی کوي او د افغانستان د ټولو خلکو استازیتوب کوي، همکاري وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پرون پر افغانستان د طالبانو د واکمنۍ یو کلنه کلیزه وه.

تر دې مخکې نړیوالې ټولنې په ځانګړې توګه امریکا د دوحې د هوکړې پر عملي کېدو، په ځانګړې توګه د بین الافغاني سولې پروسې پر پیلولو او په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.

خو؛ طالبان اوسنی سرپرست حکومت ټول شموله بولي.

دا مسله د دې لامل شوې چې د نړۍ هیڅ هیواد د افغانستان اوسنی حکومت په رسمیت ونه پیژني.

بیشتر بخوانید:  د خوړو نړیوال پروګرام: له افغانستان سره په راتلونکي ژمي کې د مرستو لپاره ۴۰۰ میلیونه ډالرو ته اړتیا ده
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x