خشونت علیه زنان
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=1514
۲ کلونه پیش
شماره خبر 1514
منتشر شده در ۱۷:۵۰ - قوس ۱۹, ۱۴۰۱

د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي دفتر (یوناما) د ډسمبر د لسمې (د حقونو د نړیوالې ورځې) په مناسبت اعلان وکړ چې په افغانستان کې له بشري حقونو څخه سرغړونې زیاتې شوي او داسې اقدامات شوي چې ښځې یې په ډیرو قضیو کې له عادي ژوند څخه بې برخې کړي دي. یوناما دې ته اشاره کړې چې “افغانستان یو له هغو ۴۸ اصلي هېوادونو څخه و چې د ۱۹۴۸ کال د ډسمبر په لسمه یې په پاریس کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلې په غونډه کې دې اعلامیې ته رایه ورکړه.” دغه دفتر په دوام کې په افغانستان کې د بشری حقونو د سرغړونو د پراخیدو په اړه اندیښنه څرګنده کړه او زیاته یې کړه: د روان کال د بشری حقونو د ورځې په مناسبت ملګرو ملتونو له واکمنو چارواکو غوښتی چې هغه فرمانونه او کړنې لغوه کړي چې د افغانانو اساسي حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه محدودوي.” د یوناما په مطبوعاتي اعلامیه کې دا هم ویل شوي چې “د خلکو له اساسي بشري حقونو او ازادیو څخه خوند اخیستل د پام وړ خراب شوي چې واکمن چارواکي یې مسؤل او حساب ورکوونکي دي.” په دغه بیانیه کښې د ښځو د اعتراضونو د دوام او د بشری حقوقو د فعالانو په خپلسری نیوکې ته په اشارې سره ویل شوی دی چې د ظریفه یعقوبی او د هغي د همکارانو له نیول کېدو څه باندې یوه میاشت تېریږی او د هغوی د نیول کېدو علت نه دی روښانه شوی. همدارنګه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازي د وهلو ټکولو، ورځني جسمي مجازاتو او د یو کس په عامه اعدامونو کې اشاره کړې او دا یې “یو ډول ظالمانه، غیر انساني او سپکوونکی چلند” بللی دی. سره له دې چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له واکمنۍ څخه څه دپاسه یو کال تیریږي او په دې موده کې د عدالت غوښتنې غږ چې له حقونو د سخت سرغړونې څخه راپورته شوي دوام لري او یوناما وايي چې “د ښځو له حقونو څخه وحشیانه سرغړونې تر نن ورځې پورې د واکمنې ادارې یو له مهمو اړخونو څخه دی. د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵ راهیسې، ښځې او نجونې په تدریجي ډول محدودې شوي او په ډیری قضیو کې په بشپړ ډول د زده کړې، کار ځای او د عامه او ورځني ژوند په نورو برخو کې د بشپړ ګډون کولو حقونه بې برخې شوي.” دغه دفتر دغه راز له اسلامي امارت غوښتي چې د خپلو اتباعو پر انساني کرامت او حقوقو باور ولري ترڅو یو سوله ایز افغانستان د ترلاسه شي.

  په ایټالیا کې د افغانستان سفارت: د کښتۍ د ډوبیدو له امله د افغانستان او پاکستان ۷۸ اتباع مړه شوي
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email

مطالب پیشنهادی

وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۱۰ ساعتونه پیش
پشتو-وزارت-صنعت
د سوداګرۍ وزارت د کورني او بهرنيو بنسټونو سره د همکارۍ لپاره تړونونه لاسلیک کړل
۱۰ ساعتونه پیش
دبیت-کوین
د بټکوین ارزښت له ۹۵ زره ډالرو څخه ډیر شو
۱۰ ساعتونه پیش
1342546890
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۱۶ ساعتونه پیش

آخرین اخبار مهم

په پاکستان کې د افغان کډوالو کړکېچن حالت
۱۰ ساعتونه پیش
وضعیت بحرانی مهاجران افغان در پاکستان
د ازبکستان نوی سفیر: د تاشکند او کابل ترمنځ د اړیکو د پراخولو هڅه به وکړم
۱۶ ساعتونه پیش
کرزی: ایران د افغانستان د کړکېچ په حل کې مهم رول لوبولی شي
۱۷ ساعتونه پیش
حامد کرزی خواهان ابتکار منطقه‌ای برای حل مشکلات افغانستان شد
د بټکوین ارزښت له ۹۵ زره ډالرو څخه ډیر شو
۱۹ ساعتونه پیش
ارزش بیت کوین از مرز ۹۵ هزار دالر گذشت
د افغانستان د پرمختګونو په اړه د کاظمي قمي او امیر خان متقي خبرې
۲۰ ساعتونه پیش
گفتگوی کاظمی قمی و امیرخان متقی درباره تحولات افغانستان
د ایران د کورنیو چارو وزارت: هر کال له ۵۰۰ زرو څخه زیاتو افغان کډوالو ته ویزې ورکول کیږي
۲ ورځې پیش
وزارت داخله ایران : سالانه بیش از ۵۰۰ هزار ویزا برای مهاجرین افغان صادر می‌شود
نیلا ابراهیمي افغان نجلۍ د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله
۲ ورځې پیش
نیلا ابراهیمی، دختر افغان، برنده‌ی جایزه‌ی صلح جهانی کودکان شد
ټرمپ: د ناقانونه کډوالو د ایستلو لپاره به پوځي تجهیزات وکاروم
۲ ورځې پیش
ترامپ: برای اخراج مهاجران غیرقانونی از تجهیزات نظامی استفاده می‌کنم

گزارش و مصاحبه

Screenshot 2024-09-25 224628
محمد داوود افشار:امریکا باخروج خود به دنبال بحران در افغانستان بود
۲ میاشتی پیش
۲۲:۵۰ - میزان ۴, ۱۴۰۳
محب الله نوری
گفتگو با داکتر محب الله نوری :بی کفایتی تعدادی از رهبران افغانستان یکی از عوامل سقوط بود
۳ میاشتی پیش
۲۱:۴۴ - اسد ۳۱, ۱۴۰۳
esmatullahi
مصاحبه اختصاصی با دکتر عصمت الهی
۳ میاشتی پیش
۲۰:۰۹ - اسد ۳۰, ۱۴۰۳
دکتر سید بصیر احسانی
مصاحبه اختصاصی شبکه معمار تی وی دکتر بشیر احسانی
۳ میاشتی پیش
۱۹:۳۹ - اسد ۲۸, ۱۴۰۳
حسام تالقانی
داکتر حسام الدین آشنا :اشرف غنی عامل سقوط کشور بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۳۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳
اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی : اشرف غنی عامل سقوط افغانستان بود
حسام الدین تالقانی، نماینده جمعیت اسلامی افغانستان در ایران در مصاحبه ای با رسانه "معمار" اظهار داشت اشرف غنی، رئیس جمهور سابق افغانستان، عامل اصلی سقوط حکومت بود
۳ میاشتی پیش
۱۰:۰۰ - اسد ۲۷, ۱۴۰۳