په کابل کې د ملګرو ملتونو د ماموریت (یوناما) مشرې روزا اوتونبایوا په یوه خبري غونډه کې وویل چې د جون په میاشت کې د دوحې د دریمې ناستې لپاره دوه مسایل لا هم د اجنډا په سر کې دي. هغه زیاته کړه چې د دوحې په غونډه کې به د طالبانو په رسمیت پېژندلو او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر ټاکلو خبرې وشي. دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ د امنیت شورا ځینو غړو د افغانستان په اړه له طالبانو سره د حکومت پر رغنده خبرو ټینګار وکړ. خو روزا اوتونبایوا وویل چې د افغانستان اوسنی حکومت باید د ښځو او نجونو په ځانګړې توګه د زده کړو په برخه کې محدودیتونه لرې کړي.
لینک کوتاه: https://memar.press/?p=7919
۹ میاشتی پیش
شماره خبر 7919
منتشر شده در ۱۵:۲۴ - حوت ۱۹, ۱۴۰۲
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email