یوناما: د طالبانو په رسمیت پیژندل د ښځو د حقونو په درناوي او د نجونو په تعلیم پورې اړه لري

یوناما: د طالبانو په رسمیت پیژندل د ښځو د حقونو په درناوي او د نجونو په تعلیم پورې اړه لري

د معمار پرس د خبر له مخې؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مشرې روزا اوتانبایوا په خپلو تازه څرګندونو کې پر طالبانو ټینګار کړی چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي او په افغانستان کې د نجونو تعلیم وکړي. مېرمن اوتنبایوا شته نړیوالو تړونونو ته په اشارې سره، د نړیوالې ټولنې له خوا د طالبانو په رسمیت پېژندنه د څو مهمو شرطونو په پوره کولو سره مشروطه ګڼلې ده. هغه د دغو شرایطو په منځ کې د ښځو حقونه، د نجونو زده کړه او د یوه جامع اساسي قانون موجودیت یاد کړ. د یوناما مشر همداراز یادونه وکړه چې په تېرو درېیو کلونو کې له طالبانو سره معامله د ملګرو ملتونو له مهمو ننګونو څخه وه او تر اوسه دغې ډلې له نړیوالې ټولنې سره خپلې کومې ژمنې نه دي پوره کړي.

بیشتر بخوانید:  حامدکرزي په کابل کې د ایران د سفارت له مرستیال سره په کتنه کې د افغانستان د ستونزو په حلولو باندې ټینګار وکړ
Facebook
Twitter
WhatsApp
Telegram
Email
اړونده منځپانګه
0 0 votes
Article Rating
Subscribe
Notify of
0 Comments
Inline Feedbacks
View all comments
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x