د معمار وحدت د خبری آژانس د خبر له مخې؛ یوناما د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی بې ساری بللی او ویلي یې دي چې په دې قضیو کې خپلسري نیول، ناوړه چلند، ګواښونه او وېرول شامل دي.
دغه دفتر نن چهارشنبې دعقرب ۱۱مه د خبریالانو پر وړاندې د جرمونو د معافیت د پای ته رسېدو په مناسبت ویلي چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي.
یوناما لیکلي: “راځئ چې ټول د خبریالانو په ساتنه کې مرسته وکړو او د سزا ورکولو څخه معافیت پای ته ورسوو.”
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش وايي، سږ کال تر ۷۰ ډېر خبریالان د کار له کبله وژل شوي دي.
د هغه په وينا، د خبريالانو د وژنې ډېرې پېښې نه دي څېړل شوي. افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.
د طالبانو تر واکمنۍ مخکې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا د هدفي وژنو یو هدف و.
د طالبانو له واکمنۍ وروسته که څه هم د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنې پېښې کمې شوې دي. خو خبریالان د طالبانو له محدودیتونو او ګواښونو سره مخ دي.
په دې یوه کال کې په افغانستان کې نږدې نیمايي رسنۍ تړل شوې او ډېری خبریالانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او یا هم له هېواده کډوال شوي دي.