د معمار خبري آژانس د راپور له مخې؛ د ملګرو ملتونو د افغانستان د مرستندوی پلاوي (یوناما) اعلان کړی چې روزا اوتنبایوا، د افغانستان لپاره د سرمنشي ځانګړې استازې، (نن چهارشنبه د سنبلې ۲۶مه) به د دې هېواد د وضعیت په اړه نوی راپور د امنیت شورا په غونډه کې وړاندې کړي.
سرچینې چې د ملګرو ملتونو سره نژدې دي ویلي دي، ښایي دا ناسته وروستی ځل وي چې روزا اوتنبایوا د سرمنشي د ځانګړې استازې په توګه راپور ورکوي، ځکه چې د هغې دنده په افغانستان کې د پای ته رسېدو په حال کې ده.
اوتنبایوا د ۲۰۲۲م کال د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش له لوري د افغانستان لپاره د ځانګړې استازې او د یوناما د مشرې په توګه وټاکل سوه. نوموړې د ۲۰۱۰ تر ۲۰۱۱م کلونو پورې د قرغیزستان ولسمشره وه او څو ځله یې د دې هېواد د بهرنیو چارو د وزیرې په توګه هم کار کړی دی. هغه له ۳۵ کلونو څخه زیاته تجربه د ډیپلوماسۍ او نړیوالو همکاریو په برخه کې لري.
اغلې اوتنبایوا د خپلې دندې پر مهال څو څو ځله ټینګار کړی و چې نړیواله ټولنه دې له افغانستان سره تعامل وکړي، خو په عین وخت کې دې د بشري حقونو او د ښځو او نجونو د حقونو درناوی هم وسي.
د هغې د دندې احتمالي پای ته رسېدل کېدای سي د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په دریځ کې نوی پړاو پرانیځي. اوس ټول پام دې ته اوښتی چې د هغې ځای به څوک ونیسي او دا بدلون به د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ په راتلونکو تعاملاتو څه اغېز ولري